افغانستان

حکومت د حکمتیار طرحه نادیده ګڼلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۶ل): حکومت د سولې په اړه د حکمتیار طرحه نادیده نیولې او دا يې د هغه شخصي نظر ګڼلی دی.

انجینر ګلبدین حکمتیار تازه له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې که طالبان اساسي قانون ومني نو هغوی ته دې ځينې سیمې د امن په نوم ورکړل شي.

د دې ګوند یو ویاند حمید عزیزي ويلي، چې دا طرحه يې ارګ ته هم سپارلې او دعوه يې کړې وه چې ورسره منل شوې ده.

تازه په ارګ کې د مطبوعاتو سرپرست شاه حسین مرتضوی وايي، د سولې په اړه د حکومت طرحه او نظر د کابل پروسې په دویمه ناسته کې اعلان شو.

د هغه په خبره په دې تړاو د ځينو اشخاصو یا سیاسي بنسټونو نظرونه د هغوی خپل دی، حکومت خپل دریځ اعلان کړی دی.

ارګ د کابل پروسې په ناسته کې پر طالبانو غږ وکړ، چې بې له کوم قید او شرطه د خبرو لپاره تیار دي.

تر دې ناستې یوه ورځ وروسته په کابل کې د بهرنیانو عمومي قومندان جنرال نېکولسن وویل، چې دوی به جګړې ته دوام ورکړي چې ورسره ارګ هم دا خبره تکرار کړه او ويې ویل د زور له لارې به مخالفین سولې ته اړ کړي.

د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند وايي، د کابل پروسې ناسته کې د ولسمشر خبرې یوازې یوه دوکه وه او په وینا يې هغه د لته د ټرمپ د ستراتېژي د تطبیق لپاره یو «اجرتي او اقراردادي» دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x