fbpx

د دعا اهمیت او د قبلېدو لاري

ليكنه: مفتي كليم الله كليم…

له کله چې الله رب العزت د انسان د پیدایش اراده وکړه، او د آدم و هوا (علیهما السلام) په شکل کې پیدا کړ، ورسره یو ځای الله جل جلاله د دې انسان د امتحان او ازمویني لپاره مشکلات، امراض او داسي نور څه پیدا کړو، چې د انسان امتحان وربادي وشي، له دې سره په امتحاني مراحلو کې د کامیابي لپاره خالق لایزال ورته لارښوني هم د خپلو استازو په واسطه تر سره کړې، چې له هغو نه یو هم الله پاک ته توجه او له هغه نه همیشه غوښتنه او دعا ده، نو که یو څوک د مشکلاتو سره مخ شي، د هغه لپاره اسان حل لاره دا ده، چې خپل رب ته په عاجزي او انکسار سره لاس پورته کړي، نو یو خو به يې د دعا عبادت تر سره کړی وي، او بل يې په دیره اسانۍ سره خپل ځان له مشکلاتو ژغورلی وي.

الله رب العزت فرمايې: تاسو له مانه دعاګاني وغواړئ، زه به يې درته قبلوم [غافر:60]

او رسول الله صلی الله علیه وسلم د ابن عمر رضي الله عنه په روایت سره فرمايې: چې دعا هر څه ته فایده رسوي، هغه که نازل شوي وي، او که نه وي، نو اې د الله بندګانو تاسو له دعا سره لازم واوسئ. مستدرک للحاکم

دعا یوازي د خپل مشکل د حل لاره نده، بلکي یو اهم عبادت هم دی، د نعمان بن بشیر رضي الله عنه په روایت سره نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايې: إن الدعاء هو العبادة. الترمذي، ژباړه: په یقین سره دعا عبادت دی.

د زیات اهمیت له کبله رسول الله صلی الله علیه وسلم دعا د مؤمن سلاح، د دین ستن، او د زمکي او اسمانو نور بللي ده.

څوک چې دعا د ځان عادت جوړ کړي او په اصرار سره دعا کوي، هغه بنده الله رب العزت ته خوښ ګرزي ، او څوک چې ترینه بې پروا شي، هغه ته الله په قهر کیږي.

خو دعا باید په ډیره توجه او اخلاص سره وشي، ځکه چې الله رب العزت د غافل زړه دعا کله هم نه قبلوي، خوراک او څښاک به له حلالو وي، او دعا د هغه چا هم قبولیت ته ډیره قریبه وي څوک چې صله يې رحمي پالي، ځکه چې د قاطع الرحم دعا نه قبلیږي، له دعا نه به ستړی کیږي هم نه، چې ګواکي دعا خو مي قبوله نه شوه، او ترک یې کړي، بلکي په ټول توان سره به کوشش کوي، او همیشه به الله ته لاس په دعا وي.

ډیره خلک د دعا د نه قبلېدا له امله مایوسه شي، چې د شریعت له نظره دا سم کار ندی، ځکه په حدیث کې راځي، چې د دعا دقبولیت درې مرحلې دي، اول: یا به يې الله رب العزت فورا ورته قبوله کړي، دوهم: یا به يې د آخرت لپاره ورته ذخیره کړي، دریم: او یا به د دې دعا په برکت بل داسي سختي ترینه ليري کړي، چې ده يې سوال هم نه وي کړی.

بل دا چې مسلمان باید د خپلو اسلافو له تاریخ نه په هر څه کې ځان باخبره وساتي، مخکنیو پیغمبرانو لکه د انسانیت پلار حضرت آدم علیه السلام، ایوب علیه السلام، یونس علیه السلام او داسي نورو ته چې به کله یو مشکل مخ ته راغلی، او یا به په کومه مرض اخته شول، د هر مشکل د حل لپاره به يې یوازي د الله لور ته توجه کوله، او د هغه جل جلاله نه به يې په ډیره عاجزي سره دعا غوښتله، تر دې پوري چې الله به ورته هغه مشکل رفع کړ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د