fbpx

پاکستان د لرې واټن ويشتونکي توغندي بريالۍ ازموينه وکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۶ل): د پاکستان د پوځ له لوري په خپره شوې اعلاميه کې ادعا شوې چې د لرې واټن ويشتونکی داسې توغندی يې ازمويلی چې اتومي سرګلولې لېږدولی شي.

د پوځ په اعلاميه کې راغلي، نوی توغندی چې د ابابيل نوم ورکړل شوی په عرب بحيره کې د رباط ۱۸ په نوم د پوځي تمريناتو پر مهال ازمويلی، زياتوي چې د توغندي د ازموينې پر مهال د پاکستاني پوځ مشرانو هم شتون درلود.

د پاکستان پوځ وايي، نوی توغندی يې په کامیابۍ ازمايلی او تر ۲۲۰۰ کيلو متره پورې هدف په نښه کولی او له منځه وړلی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو مياشتو کې هند هم د دوو توغنديو ازموينه کړې ده.

د هند له توغنديزو ازموينو وروسته د پاکستان دا دوهمه ازموينه ده چې په کاميابۍ يې ترسره کوي.

پاکستان او هند له ۱۹۴۷ راهيسې درې وارې جنګ کړی او په راوروسته کې د هند له هرې توغنديزې تجربې وروسته پاکستان هم ورته عمل کړی او د هغوی په سيالۍ يې د توغنديو ازموينې کړي دي.

پاکستان او هند دواړه اتوم لرونکي هېوادونه دي او خپله کلنۍ بوديجه تر ډېره په پوځي قوت زياتولو مصرفوي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)۰
میلمه
عبدالولی (فهیم)۰

اوس یی خوند وکړ د مونږ د چارواکو خو وضیعت نور هم خراب شو اوس دی څوک ووایی چی پاکستان داسی دی او آسی دی تر اوسه یی په هوانونو ویشتلو اوس که بد یی راغی راسا کابل په اټومی توغندی ولی دا ټول د مونږ د جنګسالارانو او چورواکانو د لاسه کنه پاکستان به بی د موږ د اجازی نه تشناب ته هم نتلو الله دی د مونږ ټوپک سالاران او جنګ سالاران په شرمو وشرموی.

فرهاد افریدی
میلمه
فرهاد افریدی

نن تکی اسیا او د ای،یس،ای،طالبانو ته دی مبارک وی،نوم یی پری سه شی کیخود،عمری توغندی،که هیبتی