سري لنکا کې پر مسلمانانو له بريدونو وروسته بېړنی حالت اعلان شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۶ل):  د سري لنکا کابینې په دغه هېواد د مسلمانانو پر دوکانونو، مارکيټونو او جوماتو له بريدونو وروسته بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د سري لنکا په کينډي ښار کې بوديانو د مسلمانانو کورونه، جوماتونه او سوداګريز مرکزونه سوځولي او حکومت له دغه پېښې وروسته په سيمه کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

تېره اوونۍ د مسلمانانو او بودايانو ترمنځ نښتو کې د بودايانو له لوري د بريد پر مهال د مسلمانانو په ځوابي بريد کې يو بودايي ځوان وژل شوی و او له هغه وروسته په سيمه تاوتريخوالی پيل شو.

تېره اونۍ هم د سري لنکا په امراپر ښار کې د بودايانو له لوري پر مسلمانانو د ظلمونو او تاوتريخوالي پېښې رسنيو خپرې کړې وې، له تېرو دوو مياشتو راهيسې د دغه هېواد په ګال سيمه کې د مسلمانانو پر کورونو، جوماتونو او مارکيټونو د بريدونو او تاوتريخوالي له شلو زياتې پېښې رامنځته شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې په سري لنکا کې له ۲۰۱۲ کال راهيسې سخت دريځي بودايان پر مسلمانانو بريدونه کوي، د هغوی ژوند يې ور تريخ کړی، خو حکومت د دغو ظلمونو په مخنيوي کې پاتې راغلی.

د سري لنکا پوليس وايي، چې د مسلمانانو پر ضد تاوتريخوالي کې مستقيما لاس لرونکی بودايي مذهبي مشر يې نيولی دی.

له تېرو څو کلونو راهيسې بودايان په سري لنکا کې پر مسلمانانو د پيټرولي بمونو بريدونه کوي او تور پورې کوي، چې مسلمانان او مسيحيان د خلکو دينونه بدلوي، خو مسلمانانو او مسيحيانو دغه تورونه رد کړي دي.