ورزش

افغانستان زمبابوې ته ګټلې لوبه وبایلله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ کب، ۱۳۹۶ل) د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د غوراوي سیالیو لوبه کې زمبابوې افغانستان ته د سختې ماتې وروسته په ۲ منډو ماتې ورکړه.

د ۲۰۱۹م کال لپاره د غوراوي سیالیو لومړي پړاو لوبو کې افغانستان پرلپسې دویمه ماتې وخوړه، او زمبابوې څخه یې ګټلې لوبه وبایلله.

افغان لوبډله چې یو مهال یې په ۱۷ اورونو کې ۴۸ منډو ته اړتیا لرله، او په ښه اوسط یې کولای شول لوبه وګټي، خو د رحمت شاه ویکټ او د سکندر رضا په یو اور کې پرلپسې درې ویکټې ترلاسه کولو د لوبې اړخ بدل کړ، خو بیا هم د دومره منډو پوره کول ستونزمن نه وو، چې ورپسې ټولې ویکټې وسوځېدې او یوازې لوبه شاپور ځدراڼ او دولت ځدراڼ  ته پاتې شوه.

دې مهال کې افغان لوبډلې ته په ۵۳ توپونو د ۲۰ منډو اړتیا وه، خو شاته د هیڅ کومې ویکټې نه لرلو په خاطر د دولت او شاپور لاسونه بند پاتي وو چې شاټ یې نشو وهلای، دوی په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې لوبه یې پای اور ته ورسوله او ۴ منډو ته اړتیا پاتې شوه، دولت د پای اور په لومړي توپ یوه منډه جوړه کړه، خو شاپور د یو بال میس کولو نه وروسته د ویټوري په توپ د ویکټ کیپر لخوا کیچ اوټ کړل شو.

دې لوبې څو اړخونه لرل، چې د زمبابوې توپوهنې په سر کې ۳ لوبغاړي سوځېدل افغانستان ته هیله وروبخښله، خو د ټیلر او سکندر رضا غوره توپ اچونې بیا د لوبې اړخ بدل کړ، او په پای کې د راشد خان غوره توپ اچونې د زمبابوې منډې تر ۱۹۶ محدودې کړلې. سکندر رضا په دوه اړخیزه لوبه چې ۶۰ منډې یې جوړې کړې او ۳ ویکټې یې ترلاسه کړې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

همدا ډول د افغانستان توپوهونکو په لومړي سر کې ویکټې له لاسه ورکړې، خو د محمد نبي او رحمت شاه په زړه پورې چټکې او اوږدې ملګرتیا لوبه ګټې ته نیږدې کړه، خو په پای کې د سکندر رضا او چتارا په غوره توپ اچونه افغانستان لوبه وبایلله.

د یادونې وړ ده چې په غوراوي سیالیو کې دا افغانستان ته پرلپسې دویمه ماتې شوه، چې لومړی یې سکاټلېنډ څخه په ۷ ویکټو ماتې خوړلې وه، او اوس یې زمبابوې څخه په ۲ منډو ماتې وخوړله، چې له امله ورته نړیوال جام ته لار موندل ستونزمن شول، اوس به افغان لوبډله هره سیالۍ په غوره اوسط ګټي کنې نړیوال جام ته لار نشي موندلای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x