fbpx

سوریه: د الوتکې غورځېدو له امله په لسګونو روسي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۶ل): د روسیې دفاع وزارت په سوریه کې د الوتکې د غورځېدو پيښه تایید کړې او ویلي یې دي چې په دغه پيښه کې په لسګونو عسکر ووژل شول.

الوتکه د سوریې په حمیمیم هوايي ډګر کې غورځېدلې چېري چې روسي ځواکونه میشت دي او د روسیې جګپوړي چارواکي او جنرالان هم د همدې هوايي ډګر له لاري سوریې ته سفرونه کوي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي د «انتونوف -۲۶» الوتکه هغه مهال را وغورځېده کله چې يې غوښته په حمیمیم هوايي ډګر کې ناسته وکړي، چې له امله یې د الوتکې ټوله سپرلي ووژل شوه.

د لومړنیو معلوماتو پر اساس روسي چارواکو رسنیو ته ویلي چې په الوتکه کې ۲۶ تنه عسکر او ۶ تنه د الوتکې عمله وه، چې یو یې هم ژوندی نه دی پاته شوی.

بلخوا پر فیسبوک باندي د حمیمیم هوايي ډګر اکاونټ ویلي چې الوتکه نن د مارچ پر ۶مه ۳ بجې ماځیګر هغه مهال وغورځېده کله چې یې د ناستې هڅه کوله او د هوايي ډګر ځغاست لیکې څخه په ۵۰۰ مترۍ کې وغورځېده.

او زیاته کړې چې الوتکه د ډزو له امله نه ده غورځېده خو د روسیې دفاع وزارت د پيښې د څېړنې لپاره هیئت ټاکلی دی تر څو پر ټولو امکاناتو غور وکړي.

باید وویل شي چې د حمیمیم هوايي ډګر له دې مخکې هم د پاڅونوالو له لوري په نښه شوی او روسي الوتکو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د