عمیربن وهب رضی الله عنه

umair_bin_wahab عمیربن وهب جمحي رضی الله عنه  د بدرله میدان څخه ژوندی راستون شو خوخپل زوی «وهب»یې دمسلمانانو په لاسونوکي اسیر ترشاپريښود، له عمیرسره دا ویره وه چي زلمی زوی به یې دپلارپه ګناه سره ونیسي او د هغه څه په بدل کي به ډيري ناوړې سزاګانې ورکړي چي د ده پلار رسول اللهﷺ  ته کومي ربړي

اوکړاوونه پيښ کړي وو او د ده پرملګرو چي يې کوم تریخ ساعت راوستی وو.

يوه ورځ دڅاښت پر وخت عمیرمسجدته د دې لپاره ولاړ چي پرکعبه طواف اوله بتانو څخه تبرک حاصل کړي هلته یې صفوان بن امیه په داسي حال کي وموندچي دحجراسود لور ته ناست وو،دي هم ورغلی او ورته ويې ویل : ای د قریشو سرداره! سهار په خير!

صفوان هم ورغبرګه کړه : ای ابو وهبه! سهار په خير!

کښينه چي یوساعت مجلس وکړو، وخت په مجلس تیریږي، عمیر هم صفوان بن امیه ته مخامخ کښيناست دواړه شروع شول، د بدرپيښه او د هغې ستر،سترمصائب یې سره يادکړل، دوی هغه بندیان وشمیرل چي د محمدﷺ او د ده ملګرو په لاسوکي کښيوتي وو،دوی د قریشو پر هغومشرانو باندي د افسوس اظهار وکړ چي د مسلمانانو د تورو خوراک ګرځیدلي وو او د بدر د ژورې کندې په تل کي غائب شوي وو، صفوان بن امیه احساساتي شو او ویې ویل : والله له دې څخه وروسته  نو په ژوندکي هيڅ خوندنشته، عمیر وویل : والله رښتیادي وویل،د لږ وخت لپاره چوپ شو،بیایې وویل : دکعبې په رب دي مي قسم وي که چیري هغه پورونه راباندي نه وای چي زه یې دپرې کولو لپاره هيڅ نه لرم او دغه عیال مي نه وای چي زه له خپله تګه وروسته د دوي پرضیاع ویریږیم، زه به هرو مرو محمد    ﷺ  ته تللی وم او دی به مي وژلی او د ده کار به مي ورتمام کړی وای، د ده له شره به مي نورخلاص کړ وای، په دې پسې یې په ټيټ ږغ سره زیاته کړه : څرنګه چي زما زوی وهب د دوی په وړاندي اسیر او یثرب ته زماتګ دوی دهغه له امله بولي زماددې کارپه وړاندي هیڅ شبهي اوشکوک هم نه رابرسیره کیدل.

صفوان بن امیه دعمیربن وهب خبري غنیمت وګڼلې او نه یې غوښتل چي دا فرصت  له لاسه ورکړي ده ته یې وکتل او ورته ویې ویل : ای عمیره! ستا قرضونه ټول پر ماکړه،هر څومره چي وو زه یې اداکوم او ستاعیال به هم په خپل عیال ګډکړم ترڅو چي زه او دوي ژوندي یو، زما مال ډير دی ،د دوی ټولو راسره بسیږي او د دوی د ښه ژوندکفایت کولای شي، عمیر وویل : نو نوره خبره پرهمدې ځای پټه کړه چي څوک پرې خبرنشي، صفوان وویل : تاته دغه ټول شیان منظور دی.

عمیرله مسجدڅخه ولاړشو اوپه زړه کي يې له محمد ﷺ سره دکيني اور لمبې کولې، نوموړي شروع شو اودخپل عزم دعملي کولولپاره یې تیاری نیوی، له ده سره دا ویره نه وه چي د ده د سفرپه اړه څوک شک وکړي ځکه هغه قریشان چي اسیران یې درلودل یثرب ته د اسیرانولپاره  ورتلل ترڅوفديه آداء  او بندي راخوشي کړي.

عمیربن وهب امر وکړ د ده توري ته د زهرو آب ورکړل شو، ده خپله سوارلۍ راوغوښته هغه ورته تیاره او ورته راوستل شوه، دی پرسپورشو مخ دمدینې پرلور روان شو، زړه یې له قهر اوشرڅخه ډک وو، عمیرمدینې ته ورسیده دمسجدلورته ولاړ او د رسول اللهﷺ  اراده یې درلو ده چي کله د ده  دروازې ته ورنژدې شو، خپله سوارلۍ یې «چو» کړه او ورڅخه راکوزشو.

په دې وخت کي حضرت عمر رضی الله عنه  په مسجدکي له ځینوملګرو سره دمسجد دروازې ته نژدې ناست وو دوی دبدر اوپه بدرکي دقریشو اسیران سره یادول چي دوی تاشاپري ايښي وو او د هغوی مړي یې ذکر کول او یوبل ته یې د مهاجرو اوانصارو د اتلانو زړورتیاوې  اواتلولۍ یادولې او دهغه بري تذکره یې کوله چي لوی خدای ﷻ دوی پرې عزتمن کړل، همداراز یې هغه کړاو او رسوايي  یادوله چي دوی په خپل دښمن کي ليدلې وه.

يوځل د عمر رضی الله عنه سترګي د دروازې لورته واوښتې، عمیربن وهب یې په داسي حال کي ولیدچي له خپلي سوارلۍ راکوزیدی او دمسجدلورته په داسي حال کي را روان وو چي توره یې په غاړه وه، عمرفاروق رضی الله عنه په ډیره بیړه ور ولاړشو او ویې ویل: دا سپی خو دخدای ﷻ دښمن عمیر بن وهب دی، قسم په  خدای ﷻ که له شره پرته په بل څه پسي راغلی وي، ده په مکه کي زموږ پر ضدمشرکان راپاڅول او تر بدر وړاندي  زموږ پرضد د دوي جاسوس وو، وروسته یې خپلوناستوملګرو ته وویل : تاسو رسول الله     ﷺ  ته ورشئ! پرده راوګرځيږئ او پام موباید وي چي دا خبيث مکرجن څه تاوان ورپيښ نکړي.
وروسته عمر رضی الله عنه په بیړه نبي کريم      ﷺ ته ورغلی او ورته ويې ویل : داد خدای ﷻ دښمن عمیربن وهب راغلی توره یې ترملا ده زه داګمان کوم چي له شره پرته بله اراده نه لري، نبی کريم    ﷺ وویل : ورشئ رایې ولئ!.

حضرت عمر فاروق  رضی الله عنه راغلی ترکالویې کلک ونیوی د خپلي توري پاډه يې په غاړه کي ور واچوله او د رسول الله     ﷺ لورته یې رواستی.

کله چي رسول الله     ﷺ په دې حال کي ولید؛نوحضرت عمر رضی الله عنه ته یې وویل : «ای عمره خلاص یې کړه!» هغه خلاص کړ وروسته یې ورته وویل : «ورڅخه لیري شه!» دی هم ورڅخه لیري شو، وروسته نبي کریم      ﷺ عیمربن وهب ته متوجه شو او ورته ويې ویل : «عمیره رانژدې شه!» هغه هم ورنژدې شو او ویې ویل : سهارپه خیر» دا په جاهليت کي د عربو سلام وو»نبی کریم    ﷺ ورته وویل :  ای عمیره! موږ لوی خدای ﷻ ستاسو ترسلام په غوره سلام سره معززکړي یو اوهغه دجنت دهستوګنوسلام دی، عمیر وویل : والله که ته زموږ له سلام څخه ليري یې، ته هم وخت ته نژدې یې، رسول الله     ﷺ ورته وویل : ای عمیره! د څه له امله راغلی یې؟!  عمیروویل : زه دهغه اسیر دخلاصون په منظور راغلی یم چي ستاسوپه لاسوکي لویدلی، له ماسره د هغه په اړه نيکي وکړئ! رسول الله      ﷺ وویل : دا توره دي ولي تر ملاده؟! عمیر وویل : لوی خدای ﷻ دي د توري بر پرې کړي،په بدرکي يې څه ګټه را ورسوله؟ رسول الله    ﷺ : رښتیاراته ووایه، عمیره د څه لپاره راغلی یې؟!

عمیر: بس د همدې لپاره راغلی یم

رسول الله    ﷺ : ته او صفوان بن امیه د حجراسود په وړاندی سره کښينستلاست، دقریشو وژل شوي اوپه کنده کي اچول شوي مړي موسره یادکړل،وروسته تا ورته وویل: که چیري زما قرضونه او زماعیال نه وای،زه به هرو مرو تللی وای او محمد    ﷺ به مي وژلی واي،صفوان بن امیه ستا قرضونه او عیال پرغاړه د دې په بدل کي درڅخه واخیستل چي ته به ماوژنې! خوخدای ﷻ ستا او د دې کارترمنځ حائل دی.

عیمر یوګړی په سوچ کي ډوب شو،وروسته يې په ګړندي ډول سر راپورته کړ او ویې ویل: اَشهَدُ اَنکَ رَسُولُ الله،وروسته  یې ورپسې زیاته کړه او ویې ویل : موږ به د هغه څه په اړه ستاتکذیب کاوه چي تابه د آسمان خبرونه راته راوړل او د نزول د وحي خبري به دي راته کولې! ليکن زما اوصفوان په خبره له ما او ده پرته بل هيڅوک خبرنه و! والله زما دا پوره باورشو چي له خدایﷻ پرته بل هيچاپرې خبرکړی نه یې، هغه خدایﷻ لره دي حمد وي چي زه  یې راوستم ترڅو یې د اسلام لارښودنه راته وکړه، وروسته یې د اشهدان لااله اله الله واشهدان محمدرسول الله کلمه وویله او اسلام یې راووړ، نبي کریم     ﷺ خپلوملګرو ته وویل: ستاسو ورور ته دین  ورزده کړئ قرآن ور وښایاست اوخلاص یې کړئ!!!

مسلمانان دعیمربن وهب رضی الله عنه  په اسلام ډیرخوښ شو آن چي عمربن خطاب رضی الله عنه وویل : هغه مهال چي عمیربن وهب رسول الله     ﷺ ته راغلی، ترده خنزیر هم ډير راته محبوب وو،خو اوس ترخپلوځينو زامنوهم راتیردي.

نور نوعمیر د اسلام په تعلیم سره د ځان تزکیه کوله او زړه یې د قرآن په نور ډکاوو، د خپل ژوندورځې يی په تقوی تیرولې او دایې ترټولوغوره ورځي وې چي مکه اواهل مکه  یې ورپکښي هیرکړل.

له بل لوري صفوان بن امیه له ځان سره کرل اوریبل اوله ځان سره یې د خپلو هیلوخیالونه وهل، د قریشو پرکلي کورو چي به تیریدی؛ نو ویل به یې: په نژدې ورځوکي به داسي دخوښۍ زیری واورئ چي د بدر غمیزه به درڅخه هیره شي خوکله چي پرصفوان انتظار اوږد شو وار په وار نارامه کیدی آن چي وروسته انتظار دومره ورته مشکل شو لکه پر سرو سکروټو چي ناست وي هرکله چي به مکي ته کاروانونه راتلل، ده به د عمیربن وهب پوښتنه ځيني کوله خوله هیچاڅخه یې هم داسي ځواب ترلاسه نه کړچي د ده زړه تسل شي!  بالاخره يوسپور ورته راغلي او ورته ویې ویل چي عمیراسلام منلی دی، پرده  داخبره دومره درنه شوه لکه تندر، ځکه د ده داګمان وو چي که دمځکي دمخ  ټول خلګ اسلام ومني هم عمیربه اسلام قبول نه کړي.

عميربن وهب رضی الله عنه چی کله لږ ډیرپه دين کي پوهه حاصله کړه اودخپل وس په اندازه یې قرآن حفظ کړ،نبي کريم      ﷺ ته راغلی او ورته ویې ویل : ای رسول الله     ﷺ! پرما ډیر داسي وختونه تیرشول چي دخدای ﷻ نوربه مي وژی، څوک چي به د اسلام پردين ولاړوو هغه ته به مي ډیرتکليف رساوو، زه اوس داخوښوم چي اجازه راته وکړې ترڅومکې ته ولاړ اوقریش د اسلام سپيڅلي دين ته راوبولم، که یې چيري راسره ومنله خو ښه اوکه یې له منلو ډډه وکړه،زه به دوی ته هم د دوی ددين په هکله دومره ربړي ورسوم لکه د رسول الله     ﷺ  ملګرو ته چي مي رسولې، رسول الله     ﷺ اجازه ورکړه؛ نوموړی مکې ته ولاړ ، صفوان بن اميه ته ورغلی او ورته ويي ويل: ای صفوانه ! ته د مکې له سردارانو یوسردار،له هوښیارانو یو هوښیار یې! ته د دې په اړه معلومات راکړه؛ تاسوچي د دې ډبروعبادت کوئ او د هغوی په نامه ذبح کوئ، آیا دا عقل مني چي دين دي شي؟! پاته شو، زه خو د اشهدان لااله الا الله وان محمداً رسول الله کلمه وايم.

له دې وروسته به عمیر په مکه کي خلګ دخدای ﷻ لورته رابلل چي بالاخره دده په لاس ډیرو خلګو ایمان راؤړ ،لوی خدای ﷻ دي عمیربن وهب رضی الله عنه ته ستر اجر ورکړي او دادي د ده په قبر کي روښنايي کړي .آمين

له (صورة من حياة الصحابة) نومي کتاب څخه

را أخيستنه: مولوي ميرزامحمد شکيب



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.