افغانستان

د افغان ارزښت….؟ / ذاکر جلالي

کالم: تم شه! – ذاکر جلالي: د قطري چارواکو په منځګړیتوب، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر او امریکايي چارواکو ترمنځ د غیرمستقیمو خبرواترو په پایله کې، وروستی سیاسي تعامل د خبرونو سرټکی شو. دا خبر چې څومره خپور شو، څومره جدي ونیول شو، څومره خبرې پرې وشوې؛ همدومره ارزښت یې درلود. یا لا تر دې يې هم ارزښت زیات ګڼلای شو. که دا مسئله له سیاسي زاویې هم ګورو او که یې له عاطفي لیدټکي هم وشنو، د بحث وړ خبر دی.

په سیاسي لحاظ، دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو د سیاسي دفتر او امریکایي چارواکو ترمنځ مثمر مذاکرات وینو. د دوو داسې دښمنو اړخونو ترمنځ داسې نتیجې سره ملې خبرې اترې په رښتیا چې د پاملرنې وړ ګرځي. امریکایان په لومړي ځل د افغانستان په کشاله کې داسې یو عملي اقدام کوي، چې د ځینو په باور کولای شي، تر یوه بریده باور جوړونه وکړای شي.

په عاطفي لحاظ خو دا نو بیا هم افغان ملت ته او هم امریکايي عام ولس ته د خوښۍ خبر و، چې پنځه افغانان او یو امریکایی له بنده خوشې کېږي. دا ماته ډېره په زړه پورې وه، چې د دغو بندیانو د تبادلې خبر له اورېدو سره په ټولنیزه مېډیا کې د هر افغان له څرګندونو خوښي ښکارېده. فېسبوکي افغانانو خپل سلیقوي اختلافات څنډې ته کړل او په دغه ملي عاطفي مسئله کې شریک شول. د امریکایانو خوښي خو هم ټولو د رسنیو پر پردو ولیده. د خوشي شوي امریکايي پوځي «باو برګډال» د مور د خوښۍ اوښکې مې اوس هم مخې ته کېږي. هغه خواره مور څه ملامته، هغې ته خو تل د سیکې یو اړخ ښوول شوی، هغې خو تل انګېرلي، چې «برګډال» يې ولسونو ته ازادي(!) او ډیموکراسي(!) ډالۍ کوي!

د یوه افغان بیه؟؟

ماته په وروستي بدلون کې تر ډېره بریده د دې مسئلې عاطفي اړخ ډېر راښکون لري؛ ځکه په دې معامله کې داسې افغانان ازاد شول، چې د سولې قرباني شوي وو. د نامردۍ، چل، فریب او ناځوانۍ قربانیان وو. له دوستمه یې انساني تمه کړې وه!

که په دغه معامله کې مستقیم وغږېږو، نو طالبانو ډېر څه ترلاسه کړل. طالبانو خپل پنځه تنه مهم مشران له یوه امریکايي خورظابط سره تبادله کړل. دا نو ډېره رڼه ده، چې ګټونکي څوک دي. طالبانو پر امریکايي حکومت د امریکايي ولس فشارونه درک کړي وو او ډېره ښه مناسبه ګټه یې ترې پورته کړه. له یوه عادي پوځي سره د پنځو مهمو مشرانو تبادله د یوه اړخ مجبوریت ښه په ډاګه کوي.

خو دا معامله یو بل حقیقت هم څرګندوي او هغه دا چې امریکا ته امریکایی انسان څومره ارزښت لري؟ موږ ته افغان انسان څومره ارزښت لري؟ د امریکا د دیپلوماسۍ دستګاه دا معامله ومنله، د اخضرابرهیمي خبره، امریکايي سپین سرو دیپلوماتانو دې ته غاړه کېښوده چې پنځه مهم طالبان خوشې کړي، تر څو خپل پوځي راخلاص کړي. له دې معاملې سره سم، د دیموکرات واکمن ګوند اپوزیسیون، جمهوریت غوښتونکو پر ولسمشر اوباما سختې نیوکې وکړې، چې ولې يې دا کار وکړ. هغوی دا امریکايي حکومت ته سپکاوی وګاڼه چې له یوې ډلې سره معامله کوي او د هغوی پنځه مهم مشران خوشې کوي. امریکايي حکومت پر دې ښه پوهېده، چې له دې کار سره به د نیوکو ګلۍ ته سر نیسي؛ ځکه دا معامله رښتیا هم ډېره متفاوته وه. خو دا هر څه یې د دې لپاره ومنل، چې کله دوی په ۲۰۱۶م کال کې له افغانستانه په بشپړ ډول وځي، هېڅ پوځي يې د مخالفینو په ولکه کې پاتې نه شي. که یې له دې زاویې وګورو، دا یې نو یو ملي اقدام و، چې د خپل پوځي ژوند یې وژغوره.

بې شمېره طالبان په څرخي پله زندان کې پراته دي. طالبان هم هره ورځ د ملي اردو یا پولیسو د نیولو ادعاوې کوي. مګر موږ کله هم له افغان حکومته وانه ورېدل چې د دغسې یوې تبادلې هڅه یې کړې وي. څومره به ښه شي، چې افغان په افغان تبادله شي. دوې افغانې کورنۍ خپلې خوښۍ په ګډه ولمانځي. ځوروونکې دا وه، چې کله افغان حکومت له بګرامه افغانان خوشې کول، پردي پالو رسنیو د حکومت له دې اقدام سره مخالفت کاوه.

حکومت په واز کومي ویل، چې «دادرس» څارنوال یې دوسيې څېړي، چې څه مشکل پکې نه وي، بیا یې خوشې کوي؛ خو دوی بیا هم نه منله. د ازادېدونکو افغانانو له هر ځل یادولو سره به یې د «خطرناک» مختاړی او وروستاوړی غوټه کاوه!

نن هماغه رسنۍ د پنځو طالب مشرانو پر خلاصون ولې غلې دي؟! دا خو ډېر مهم مشران دي. دوی خو یو مهال مشرۍ کړې وې، ولې د دوی له خلاصون سره مخالفت نه کوي؟

ځکه چې دوی خو امریکا پرېږدي او په مقابل کې يې ښاغلی باو برګډال خوشې کېږي!

دا ډېره په زړه پورې وه، بلکې د دغو رسنیو ماهیت او اصلیت یې په ډاګه کاوه، چې د دوی سرټکی دا و: «امریکايي پوځي برګډال خوشې شو». دوی ته په دا ټول خبر کې د جناب برګډال خوشې کېدل ډېر مهم ښکاره شول، ځکه یې نو سرټکی و.

ولسمشر کرزی او ځوروونکی دریځ

افغان ولسمشر حامد کرزي د بندیانو پر خلاصون غوسه شو. د ده د مخالفت او غوسې لامل له ده او حکومته یې په پټه مذکرات ښوول شوي. کاش چې ولسمشر د دغه ترسره شوي اقدام په تړاو مثبت دریځ خپل کړی وای، کار خو هسې هم امریکایانو کړی و. کرزی په ناخبرۍ سره، هم امریکايي حکومت سره خپلې اړیکې ترینګلې کوي او هم له طالبانو سره د سولې خبره تر خاورو لاندې کوي. کله چې ولسمشر د پنځو مظلومو افغانانو پر خلاصون مخالفت ښيي، څوک به بیا له کرزي سره د خبرو زړه ښه کړي؟ څوک به یې د افغانانو خواخوږی وبولي!

کاش ولسمشر کرزي له اوباما زده کړي وو، کاش ده هم د اسیرو افغانانو د میندو پر اوښکو رحم کړی وای…کاش افغان قدر لرلای!

لیکوال: ذاکر جلالي، کالم: تم شه! – نن ټکی آسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x