د ټرمپ مشر اقتصادي سلاکار له خپلې دندې استعفا ورکړې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۶ل): سپينه ماڼۍ وايي، چې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر ټولو مشر اقتصادي سلاکار ګرې کون له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

په دې وروستيو کې د ګرې کون استعفا د ټرمپ د ادارې په غړو کې د تر ټولو ستر چارواکي استعفا بلل شوې ده.

د سپينې ماڼۍ وياندې سارا سنډرز ويلي، چې ګرې کون د خپل هېواد ستر خدمتونه کړي او د هغه د استعفا پخلی یې کړی دی.

دوه ورځې وړاندې ډونلډ ټرمپ په يوې پرېکړې کې ويلي و، چې له اروپا پر راتلونکو مالونو او فولادو دې ماليه زياته شي، خو ګرې کون د ازادې سوداګرۍ پلوی دی او د ټرمپ له دې پرېکړې سره د مخالفت له امله يې استعفا ورکړې ده.

ګرې کون وتلی امريکا اقتصاد پوه دی په تېرو وختونو کې د امریکا د ګولډمين سکس بانک رئیس پاتې شوی او له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره يې د ماليو په اصلاحاتو کې هم ډېره مرسته کړې ده.

د دې ټولو خدمتونو سربېره ويل کېږي، چې ګرې او ټرمپ يو بل ته ډېر نږدې نه و.

ګرې کون په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې د خپل هېواد او ولس لپاره خدمت د خپل ځان عزت بولي او د ساري په توګه يې د ماليو اصلاحات په خپلو کارنامو کې ياد کړي دي.

څلور ورځې وړاندې هم د ټرمپ نږدې سلاکارې او د سپينې ماڼۍ د اړيکو مدیرې هوپ هيکس د ناڅرګندو دلايلو له امله استعفا ورکړې وه.

واشنګټن پوسټ امريکايي ورځپاڼې ليکلي، چې له تېر يوه کال راهيسې د ټرمپ د ادارې څلوېښتو لوړپوړو کسانو له خپلو دندو استعفاوې ورکړي او يا هم استعفا کولو ته اړ شوي دي.