کورنیو چارو وزارت: په روزګان کې ۹ نظامیان تراوسه طالبانو نه دي ازاد کړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۶ل): د تېرې چهارشنبې په ورځ د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق وویل، چې طالبانو د روزګان ـ کندهار پر لویه لاره ۱۹ پولیس نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، د ۱۹ تښتول شویو له ډلې لس تنه ازاد شوي؛ خو ۹ تنه نظامیان تراوسه د طالبانو سره دي.

د تېرې جمعې په ورځ د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي وویل، د روزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب یې په دې شرط خوشې کړی، چې دنده به پرېږدي.

احمدي ویلي وو، چې د ۱۹ تښتول شویو له ډلې یې ۶ تنه ازاد کړي او پاتې ۱۳ کسان یې محکمې ته د پرېکړې کولو لپاره ورپېژندلي دي.

په لومړي سر کې د کورنیو چارو وزارت نیول شوي خلک ملکي وګړي بللي وو؛ خو نن یې ومنله چې نیول شوي کسان ملي پولیس دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، هڅه کوي د قومي مشرانو په مرسته پاتې کسان هم  له طالبانو راخوشې کړي.

د کب پر اتمه طالبانو د ملي اردو له یونیفورم نه په ګټه اخیستنې د روزګان ـ کندهار پر لویه لاره د ملي پولیسو په ګډون ۱۹ تنه ونیول، چې ۱۳ تنه تراوسه ورسره بندیان دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د