fbpx

سعودي: د ترکیې عثمانیان، ایران او اخوان المسلمین د شر مثلث دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۶ل): د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان چې اوس مهال د بهرنیو هیوادونو په سفر وتلی، په مصر کې يې د خبریالانو سره په ناسته کې د ترکیې عثمانیان «اردوګان او ډله یې»، ایران او اسلامي «تروریستي» ډلې لکه اخوان المسلمین د شر مثلث بللي دي.

باید وویل شي چې سعودي د اخوان المسلمین او حماس ډله تروریستي ډلې بولي او د قطر هیواد یې په ملاتړ تورونه وي.

ابن سلمان پر قطر هم نیوکې کړي او ژورنالیستانو ته یې وویل: « د قطر موضوع ډېره وړه ده، زه ځان نه باندي مصروفه وم، تر وزیر په ټیټه رتبه کس د قطر موضوع تعقیبوي، زمونږ په حکومت کې هر وزیر کولای شي چې د قطر موضوع حل کړي» . او زیاته یې کړه: «قطر د اخوان المسلمین لپاره زمینه برابره کړې او تمویلوي يې، اخوانیان توانېدلي چې په قطر کې لوړې څوکۍ تر لاسه کړي.»

نوموړي اخوان المسلمین ډله د مصر او سعودي مشترک دښمنه وبلل.

ابن سلمان همداراز وویل چې د قطر محاصره کیدای شي لسیزې دوام وکړي، لکه څرنګه چې امریکا د کیوبا سره اړیکې پرې کړي وی، مونږ هم کولای شو چې په لسیزو پر قطر باندي ورته بندیزونه ولګوو.

نوموړي همداراز ویلي چې د قطر موضوع ورته هیڅ اهمیت نه لري، د قطر ټول ولس په قاهره کې د یوه سړک د ولس سره په شمېر کې برابر نه دي.

د ایران په اړه یې ویلي چې هغه د ورقې څخه جوړ زمری دی، مونږ توانیدلي يو چې د استعماري اهدافو مخه یې ونیسو.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
خالد
میلمه
خالد

محمد بن سلمان ډېر پر ځای اظهارات کړي دي. هغه څه چې ده د اخوان، عثمانیانو او ایران په اړه ویلي سم دي.
مګر دا یې ندي ویلي چې سعودی دولت او آل سعود ددغه شریر مثلث مرکز دی او د مسلمان امت لپاره د سرطان خبیثه حیثیت لري. ځکه چې سعودي په آسیا کې د نړیوال ښامار او ستر شیطان (امریکا) ښی لاس دی او د امریکا په شریرو اهدافو کې تر ټولو ځواکمن مټ دی.

نورالدین
میلمه
نورالدین

اوتاسو آل سعود او آل شیخ آل ثانی دمثلث مثلث یاست

عبدالله
میلمه
عبدالله

محمد بن سلمان یو غربی او دامریکا کا لی چتی دی لده چخه گیله پکار نه ده والسلام

اجمل
میلمه
اجمل

دی کی شک نشته چه اردګان هم رشتونی مبارز نه دی ، د مار په شان مړاوی مړاوی کیږی اخر به یی په سر وخوری ، ایران شیعه خاوندان خو اسراییلو زیږولی مګر دا خبره چه سعودی دا وایی او هغه هم ایجړا مجمد د ترمپ هلکو دا خبره کوی چه د ترمپ د لور د ترلاسه کولو د پاره یی خبلی میرمنی په ټرمپ او د هغه په زوم ښکته پورته کړی هغه اوس د فساد یادونه کوی هغه فساد چه د دجال په پاچاهی کی ورته فساد وایی . بیا دا خبره چه اخوان المسلیمن پاک اسلامی غورځنګ… نور لوستل »