سعودي: د ترکیې عثمانیان، ایران او اخوان المسلمین د شر مثلث دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۶ل): د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان چې اوس مهال د بهرنیو هیوادونو په سفر وتلی، په مصر کې يې د خبریالانو سره په ناسته کې د ترکیې عثمانیان «اردوګان او ډله یې»، ایران او اسلامي «تروریستي» ډلې لکه اخوان المسلمین د شر مثلث بللي دي.

باید وویل شي چې سعودي د اخوان المسلمین او حماس ډله تروریستي ډلې بولي او د قطر هیواد یې په ملاتړ تورونه وي.

ابن سلمان پر قطر هم نیوکې کړي او ژورنالیستانو ته یې وویل: « د قطر موضوع ډېره وړه ده، زه ځان نه باندي مصروفه وم، تر وزیر په ټیټه رتبه کس د قطر موضوع تعقیبوي، زمونږ په حکومت کې هر وزیر کولای شي چې د قطر موضوع حل کړي» . او زیاته یې کړه: «قطر د اخوان المسلمین لپاره زمینه برابره کړې او تمویلوي يې، اخوانیان توانېدلي چې په قطر کې لوړې څوکۍ تر لاسه کړي.»

نوموړي اخوان المسلمین ډله د مصر او سعودي مشترک دښمنه وبلل.

ابن سلمان همداراز وویل چې د قطر محاصره کیدای شي لسیزې دوام وکړي، لکه څرنګه چې امریکا د کیوبا سره اړیکې پرې کړي وی، مونږ هم کولای شو چې په لسیزو پر قطر باندي ورته بندیزونه ولګوو.

نوموړي همداراز ویلي چې د قطر موضوع ورته هیڅ اهمیت نه لري، د قطر ټول ولس په قاهره کې د یوه سړک د ولس سره په شمېر کې برابر نه دي.

د ایران په اړه یې ویلي چې هغه د ورقې څخه جوړ زمری دی، مونږ توانیدلي يو چې د استعماري اهدافو مخه یې ونیسو.

تبصرې (4)

  • محمد بن سلمان ډېر پر ځای اظهارات کړي دي. هغه څه چې ده د اخوان، عثمانیانو او ایران په اړه ویلي سم دي.
    مګر دا یې ندي ویلي چې سعودی دولت او آل سعود ددغه شریر مثلث مرکز دی او د مسلمان امت لپاره د سرطان خبیثه حیثیت لري. ځکه چې سعودي په آسیا کې د نړیوال ښامار او ستر شیطان (امریکا) ښی لاس دی او د امریکا په شریرو اهدافو کې تر ټولو ځواکمن مټ دی.

  • محمد بن سلمان یو غربی او دامریکا کا لی چتی دی لده چخه گیله پکار نه ده والسلام

  • دی کی شک نشته چه اردګان هم رشتونی مبارز نه دی ، د مار په شان مړاوی مړاوی کیږی اخر به یی په سر وخوری ، ایران شیعه خاوندان خو اسراییلو زیږولی مګر دا خبره چه سعودی دا وایی او هغه هم ایجړا مجمد د ترمپ هلکو دا خبره کوی چه د ترمپ د لور د ترلاسه کولو د پاره یی خبلی میرمنی په ټرمپ او د هغه په زوم ښکته پورته کړی هغه اوس د فساد یادونه کوی هغه فساد چه د دجال په پاچاهی کی ورته فساد وایی .
    بیا دا خبره چه اخوان المسلیمن پاک اسلامی غورځنګ یی د ایران او ترکیی سره یوځای کړی او خبل خبیث ځان یی د هغوی سره نه دی یو ځای کړی داسی مثال لری لکه ابلیس چه فتوی ورکړی وی