fbpx

« طالبانو ته د سولې وړاندیز د دوی د تسلیمۍ په معنا نه دی»

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۶ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ولز وايي، طالبانو ته د سولې وړاندیز د تسلیمۍ معنا نه لري او طالبان باید د افغان حکومت په وړاندیز شویو غوښتنو باندې غور وکړي.

د ولز په خبره، ولسمشر غني له طالبانو سوله غوښتې، نه د تسلیمۍ یې ورته ویلي. دواړه لوري باید د یوې باعزته سولې په اړه غور وکړي او امریکا د طالبانو ځواب ته په تمه ده.

دې همدا راز ډاډ ورکړ، چې په ازبکستان کې د سولې اړوند غونډه کې هم ګډون کوي.

ټاکل شوې ده، روانه میاشت د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغان سولې اړوند ناسته ترسره شي، چې د افغان چارواکو سربېره به پکې د نړۍ د هېوادونو استازي هم ګډون وکړي.

روانه اوونۍ د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد او د سولې عالي شورا ویاند له طالبانو غوښتي وو، چې د کابل پروسې ناسته کې د افغان حکومت له لوري وړاندیز شویو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.

د یوې اوونۍ په تېرېدو لا هم طالبانو د ولسمشر غني وړاندیز شویو غوښتنو ته منفي یا مثبت ځواب نه دی ویلی.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د نړۍ د ۲۵ هېوادونو د استازو ترمنځ د کابل پروسې دویمه ناسته ترسره شوه، چې ولسمشر غني د اساسي قانون د تعدیل، د طالب بندیانو د ازادولو او د تور لیست څخه د طالبانو د ایستلو وړاندیزونه وکړل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د