Hikmat ullah Zaland

که دغه تړون په همدې شکل لاسلیک شي، افغانستان به دومره اقتصادي ضربه وخوري، چې په ډېر وخت کې به يې جبران نه کړي

د جوزا په دیارلسمه په کابل کې د کتاب ښار په تالار کې، د (د امنیتي تړون علمي او حقوقي ارزونه) په نامه د کتاب مخکتنه وشوه، په دې کتاب کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي دفاعي تړون د متن پر ماهیت بحث شوی او دغه کتاب د اوولسو سیاسي کارپوهانو، علماوو او سیاسیونو د پنځو میاشتو د پرلپسې بحثونو اوتحلیلونو ټولګه ده. د دې کتاب له ترتیب کوونکي ښاغلي حکمت الله ځلاند سره په کابل کې زموږ همکار د یاد کتاب د موضوعاتو او ارزښت اړوند خبرې کړې دي.

نن ټکی اسیا: ځلاند صیب! که په پیل کې دا راته ووایاست، چې د کتاب د خپرېدو علت څه و، ولې مو يې خپرول مهم وګڼل؟
ځلاند: ډېره مننه، له کله نه چې د تړون موضوع یاده شوې ده، نو که يې رسنۍ په اړه بحث کوي، که چارواکي او که په شخصي مجلسوکې یادېږي، مګر د تړون اصلي ماهیت چاته نه دی مالوم، یواځې يې مخالفین تاوان ګڼي او موافقین يې په پټو سترګو لاسلیک ګټور بولي.
موږ همدا د عامه پوهاوي نیستي ته په کتو او دا چې د تړون اصلي ماهیت څه دي؟ دا تړون له افغانستان څه اخلي او څه ورکوي؟ دې ضرورتونو په کتو دغه کتاب چاپ کړ. او دا کتاب مو د هغو اوولسو استادانو له بحثونو جوړ کړ، چې هغوی دلته پاتې شوي، او د افغانستان له سیاسي، اقتصادي او ټولنیز حالت ښه خبر دي.
موږ وغوښتل، چې رسنیو، خلکو، چارواکو او مهمو تصمیم نیونکو ادارو ته د تړون دواړه خواوې ورښکاره کړو. چې اصلاً په دې تړون کې څه دي؟
نن ټکی اسیا: نو خلکو ته د تړون د ماهیت د معلومولو په برخه کې به پخپله د تړون د متن ور رسول مناسب نه وو؟
ځلاند: نه، د تړون متن خو اوس هم په ویبپاڼوکې شته، خو هغه دومره مبهم والی لري، چې پوره تفسیر ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې د تړون د مادو تفسیر مخه هم نیول شوې، په څلورویشتمه ماده کې يې ویلي دي، چې که د تړون د کومې مادې اړوند افغان لوري کوم تفسیر ته اړتیا احساسوله نو مخامخ به يې له امریکا سره شریکوي.
یعنې د تفسیر لپاره هم باید درېیم لوري ته مراجعه ونه شي. موږ پر همدې اساس د تړون هغه برخې چې د افغانستان په زیان وې هغه راوایستې، تحلیل مو کړې او خلکو ته مو وړاندې کړي. چې دغه تحلیل او شننه د استادانو له علمي نظرونو سره مله وه.
نن ټکی اسیا: د کتاب د مخکتنې په ناسته کې ځینو دا کتاب د یوه فکر محصول وګاڼه، ممکن ځینې نور لوستونکي هم ورته نظر ولري، تاسې خلک څومره قانع کولای شئ، چې دا کتاب د علمي پرېکړو پر اساس لیکل شوی؟
ځلاند: دا یوه علمي، مګر انساني هڅه ده، چې ښايي نیمګړتیاوې به ولري، مګر هغه څوک چې د تړون په پټو سترګو د لاسلیک موافق دي، خو هغوی په دې اړه ناانصافه قضاوت کوي. دغسې خلک که په کتاب کې یوه کرښه هم د خپل فکر مخالفه ویني، نو داسې انګېرې چې دی باید د دې کتاب اړوند منفي نظر ولري.
کنه، داسې هم نه ده، چې په کتاب کې خدای مه کړه منفي بافي شوې ده، موږ هغه مادې چې  اسلامي، ملي او هېوادنۍ ګټو په تاوان وې خلکو ته وړاندې کړې دي. چې دا باید داسې یا داسې وای.
مثلاً په اقتصادي برخه کې که دغه تړون په همدې شکل لاسلیک شي، افغانستان به دومره اقتصادي ضربه وخوري، چې په ډېر وخت کې به بې جبران نه کړي. ځکه چې دلته بهرنیان له حق العبور او هر ډول ټیکس نه خلاص دي. که دغه پیسې او حقه حقوق له بهرنیانو غوښتل کېدای، نو د دوی تر ټولو شویو مرستو ډېرې پیسې کېږي.
په همدې خاطر خو موږ دغه لومړنۍ علمي هڅه تر خلکو ورسوله، ځکه چې وړاندې به په پټو سترګو داسې تبلېغدله چې دغه تړون په هره برخه کې زموږ په ګټه دی. او داسې مرجع هم نه وه، چې د تړون متن يې په حقوقي او علمي ډول ارزولای وای.
نن ټکی اسیا: تړون د لس کاله پاتې کېدو لپاره لاسلیک کېږي، په داسې حال کې چې اوباما افغانستان ته له ناڅاپي سفر وروسته اعلان وکړ، چې د ۲۰۱۶ز کال ترپايه به خپل ټول ځواکونه وباسي، که فرضاً دغه اعلان عملي شي، نو دکتاب ګټه څه بولئ؟
ځلاند: زما په نظر امریکایان دومره ژر نه وځي، دا چې اوباما دغه اعلان کړی، یواځې د دې لپاره چې راتلونکی ولسمشر به دوی ته د خپل حکومت د سمبالېدو لپاره د پاتې کېدو لپاره زارۍ کوي او امریکا غواړي چې خپلو پاتې کېدو لپاره یو څه قانونیت پیداکړی، چې ګواکې دوی خو د افغانانو د زاریو په خاطر پاتې شوي دي.
بله دا چې، د تړون په شپږویشتمه ماده کې ویل شوي، چې که دغه تړون فسخ نه شي نو لا  اوږدېدای شي مانا دې ته موږ دایمي تړون ویلای شو. او امریکا هم دومره په اسانۍ ځکه نه وځي، چې دوی دلته مصرفونه کړي او عساکر يې مړه شوي.
نو که دغه تړون فرضاً خامخا لاسلیک کېږي ـ او لاسلیک کېږي ځکه چې امریکا د وتلو هوډ نه لري ـ نو په داسې شکل خو دې نه لاسلیک کېږي، چې سراسر د افغانستان په تاوان دی. دغه کتاب به دوی بدلون ته وهڅوي. که نه نور نه وي، لس سلنه خو به زموږ په ګټه شي، او که فرضاً په دې ډول چې شته، لاسلیک شي؛ نو دا به د غالب او مغلوب ترمنځ د غالب له خوا د استعمار د اوږدېدو په مانا وي او افغان ولس ته دغلامۍ کړۍ ور په غاړه کول دي.
نن ټکی اسیا: نو ستاسې په خپل کتاب کې راتلونکي ولسمشر ته هم د تړون اړوند د زیادښت یاکمښت کوم وړاندیز لرئ؟
ځلاند: دا کتاب ټول په دې راڅرخي، چې څه باید پکې زیات شي او څه باید پکې کم شي…
نن ټکی اسیا: یعنې تاسې د تړون مطلق (نه لاسلیک) نه غواړئ؟
ځلاند: موږ د کتاب په پایله کې ويلي دي، چې په دې شرایطو موږ د تړون دغه ډول لاسلیک نه غواړو، موږ هغه شرایط چې د اسلامي او ملي ارزښتونو مخالف وي، یاهم د ټولنیزو دودونو ازښتونه په پام کې نه وي نیول شوي هر افغان يې باید مخالف وي.  د امریکا په شتون کې دلته تړون د غلامۍ تړون دی. که امریکا وځي، بیا نو په خپلواک ډول هرهېواد له هېوادو سره داړیکو او تړونونو خپل حقوق لري.
نن ټکی اسیا: د راتلونکوټاکنو دواړو نوماندانو د همدې تړون په همدې متن د لاسلیک ژمنې کړې، څه فکر کوئ، د ستراتېژيکو او سیمه ایزو څېړونو دمرکز منډې ـ ترړې او کنفرانسونه او پخپله ستاسې کتاب به راتلونکی ولسمشر حداقل د متن بیا کتو ته اړ باسي؟
ځلاند: دا هڅې به خامخا تاثیر کوي، ځکه که دغه هڅې: کفرانسونه، رسالې، لاریونونه او مجلې نه وي، نو راتلونکی ولسمشر به د پام را اړولو لپاره څه ونه لري. خو د دې ټولو باوجود به راتلونکی ولسمشر خامخا تړون ته سر ورښکاره کوي، تر څو دی غلام اوخاین ونه بلل شي. او د ملت ټولې غوښتنې که يې پوره نه کړي یو څه خو به په پام کې ولري.
نن ټکی اسیا: د تړون اړوند د مشورتې جرګې په اړه تاسې په خپل کتاب کې څه ويلي؟
ځلاند: هو، په دې  اړه موږ په کتاب کې بېل عنوان ټاکلی، کله چې جرګه راوغوښتل شوه نو هغه سمدستې يې شکل بدل شو، هغه څوک چې د تړون مخالف و، هغه له جرګې راویستل شول هلته يوې ښځې یوه لوحه پورته کړه،چې پرې لیکلي وو: پیمان امنیتی با امریکا، وطن فروشی است.
دا موږ په خپل کتاب کې هم یاد کړی دی. خو د دې با احساسې او با ایمانه مېرمنې غږ وانه ورېدل شو. نو په جرګه کې د نظر مخالفینوته هیڅ واک ورنه کړل شو اوټوله جرګه یوطرفه شوه. او د جرګې پرېکړه لیک هم د جرګې د ټولو ګډونوالو نظر نه وو.
موږ د تړون د مخالف جرګه والو هغه شرایط چې دوی د تړون اړوند لرل هم په کتاب کې یاد کړي دي. نو په کتاب کې د جرګې اصلي شکل وړاندې شوی دی، چې هلته څه تېر شول؟
نو موږ په کتاب کې د جرګې مخالف، د تړون د مخالف او موافق داوړو نظرونه لوستونکو ته په حق جانبه تحلیل وړاندې کړي دي.

نن ټکی اسیا: کور ودان ځلاند صیب.

ځلاند: ډېره مننه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د