افغانستان

ولسي جرګې د درېیم کال لپاره هم په غیرقانوني ډول درېیمه دوره پیل کړه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۶ل): د اوسنۍ ولسي جرګې کاري دوره د ۱۳۹۴ل کال کې پای ته رسېدلې؛ خو نن د ولسمشر غني له لوري یې د درېیم کال لپاره کاري دوره بیا پیل کړه.

د ولسي جرګې د اتم کال د شپاړسمې دورې لومړۍ ناسته داسې مهال پیل شوه، چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ولسي جرګې کاري دوره پای ته رسېدلې ده.

د اساسي قانون د ۱۰۷ مادې له مخې، ملي شورا هر کال دوه عادي غونډې ترسره کوي، هر کال د دواړو جرګو د کار دوره نهه میاشتې وي. ملي شورا یوه نیمه میاشت په اوړي او یوه نیمه میاشت هم په ژمي موسم کې رخصت لري.

په اساسي قانون کې د ولسي جرګې د کار موده پنځه کاله ټاکل شوې؛ خو اوسنۍ جرګې د اووم کال لپاره هم کاري موده نن بیا پیل کړه.

د ۸۳ مې مادې له مخې«د ولسي جرګې د کار دوره د پنځم کال د چنګاښ په لومړۍ نېټه د ټاکنو پايلو له اعلان وروسته پاى ته رسيږي او له هغه وروسته نوې شورا په کار پيل کوي.»

ولسي جرګې کاري موده داسې مهال پیل کړې، چې له دې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي وو، کېدای شي راتلونکې ټاکنې وځنډول شي.

ټاکل شوې وه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۷ د چنګاښ په ۱۶ مه ترسره شي؛ خو د ګډ حکومت د خپلمنځي اختلافاتو له امله راتلونکې ټاکنې څو میاشتې نورې هم ځنډېدلي دي.

د سیاسي چارو کار پوهان هم وايي، د اوسنۍ ولسي جرګې دورې کاري دوره دوه کاله وړاندې پوره شوې؛ خو له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک ته د مثبتې رایې ورکولو له امله یې کاري دوره اوو کلونو ته غځېدلې ده او آن امکان لري چې د ملي یووالي حکومت تر پایه اوسنۍ ولسي جرګه پاتې شي.

د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزي رسنیو ته ویلي، د اوسنۍ ولسي جرګې کاري دورې غځول د اساسي قانون خلاف کار دی او د ملي یووالي حکومت له لومړي سره د اساسي قانون په نقض پیل شوی.

د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست بیا ویلي، ولسي جرګه خلکو ته پر ټپ د مرهم پر ځای په ناسور بدله شوې او اوسنۍ جرګې هېڅ لاسته راوړنه نه لري او نه یې د پرمختګ کوم ګام اخیستی دی.

ولسي جرګې د روان کال د مرغومي په ۲۱ مه خپلې ژمنۍ رخصتۍ پیل کړې وې، چې ډېری وکیلان د مؤکلینو سره د لیدنې پر ځای دوبۍ او هندوستان ته تللي وو.

د تېرې دوشنبې په ورځ مسیر ورځپاڼې لیکلي وو، تر ۱۲۰ ډېر وکیلان دوبۍ ته تللي، ۴۰ هندوستان ته او پاتې اروپا ته د سیاحت لپاره تللي او له مؤکلینو سره یې لیدلي نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

اشرف غنی دافغانستان او فاکستان ترمنځ دیوال دمشرانو جرګی غزول فه افغانستان کی اریکایی قوواو ته وخت ورکول دافغانستان معدنیات خارجیانو ته سفارل دبی ګناه افغانانو او عوامو شهیدانولاو داسی نوری غټی او ستری ستری تاریخی خطاوی فه وړو وړو کارو پټه وی چی متاسفانه زموږ قوم او افغان دپرونی ورځی لوی ناورین یی نن ویر وی او بیا یوه پیړی وروسته لاس ته پړق ورکوی ۰۰۰افغانانو ویښ شی چی دی ظلم او جابر حکومت تباه کړی۰۰۰

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x