نړۍ

قرغزستان کې د امريکا ستره پوځي اډه وتړل شوه

نن ټکی اسيا: د منځنۍ اسيا قرغزستان هيواد کې د امريکا يوازنۍ ستره پوځي اډه وتړل شوه.

یاده اډه افغانستان کې د امريکايي پوځیانو لپاره ستره لوژیستيکي اډه وه، مګر د قرغزستان پارلمان پريکړه وکړه، چې امريکا د يادې اډې د سپارلو موده دې نوره نه غزيږي او امريکايان بايد دا اډه وتړي.

د امريکا پوځ د ۲۰۰۱ م کال پر افغانستان د يرغل پر مهال نوموړې اډه د قرغزستان پلازمېنه بیشکيک کې جوړه کړه.
خبر زياتوي، چې ۹۸ سلنه امريکايي او ايتلافي پوځیان افغانستان ته د راتګ يا بېرته تلو پر مهال «مناس» اډې ته تللي دي.

د قرغزستان چارواکيو نن بيشکيک کې رسنيو ته و ويل، چې له دې وروسته به له دې ځايه د امريکايي الوتکو الوتنې نه کيږي او نه به د سيمې خلک د امريکايي طيارو غږونه واوري.

مناس اډه د امريکايي پوځیانو لپاره سيمه کې تر ټولو ستره پوځي اډه وه، افغانستان کې د بمبار او لوژيستيکي موخو لپاره کارول کيده.

د قرغزستان ولس مناس اډه کې د امريکايي پوځیانو له شتون څخه ډېر تکليف و او د دوی ژوند يې ورتريخ کړی و.

څو کاله وړاندې امريکايي پوځیانو يو قرغز وګړی هغه مهال و واژه، چې د مناس اډې امنيتي پوستې تر څنګ تېريده.

د نوموړې پېښې قضايي تعقيب ونشو، ځکه چې امريکايان قزغرستان کې قضايي مصؤونيت لري او هيڅوک نشي کولای د امريکايي عسکرو پر خلاف محکمه دعوه دايره کړي.

۲۰۰۹ م کال کې د قرغزستان ولسمشر له امريکايانو وغوښتل، چې نوموړې اډه پريږدي، مګر د اوږدو خبرو اترو وروسته يو بل تړون لاسليک شو، چې امريکايي عسکر به يوه موده نور هم دغه اډه کې پاتې وي.

۲۰۱۳ م کال کې د قرغزستان پارلمان د رايو په اکثريت پريکړه وکړه، چې د ۲۰۱۴ م د جون له لسمې نېټې مخکې بايد ټول امريکايي عسکر د مناس له پوځي اډې و وځي.

د مناس اډې امريکايي مشر جنرال ميلارډ د قرغزستان چارواکيو ته د نوموړې اډې سمبوليکه کيلي ور وسپارله.

چارواکيو د کيلي د سپارلو پر مهال و ويل، چې نور به دې اډه کې د امريکايي پوځیانو هیڅ الوتنه نه وي.

قرغزستان له جغرافيايي پلوه د سيمې تر ټولو مهم هيواد دی.

واشنګټن غواړي، چې سيمه کې د روس، چين، افغانستان او د مرکزي اسيا يو شمېر نورو هيوادو د څار لپاره د مناس پوځي اډه په خپل واک کې ولري، مګر د قرغزستان پارلمان په دې اړه امريکا سره له هر ډول تړون کولو انکار وکړ.

امريکايي پوځيان له نوموړې اډې په داسې حال کې وځي، چې امريکايي عسکر د ۲۰۱۴ م کال تر پايه له افغانستانه وځي او اوکراين کې هم د روس او امريکا تر منځ د واک او ځواک سيالي روانه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x