افغانستان

نن ولسمشر د ملي شورا د اتم کال پرانیسته کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۶ل): نن افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا د شپاړسمې دورې د اتم کال پرانیسته کوي.

له قانوني اړخه د ولسي جرګه کاري موده په ۱۳۹۴ لمریز کال کې پای ته رسېدلې او د ملي شورا درېیمه برخه غړي کم دي.

محمد اشرف غني نن د همدې ملي شورا پرانیسته په داسې حال کې کوي، چې نږدې په هر مناسبت څرګندونو کې يې پرلپسې د قانون پر تطبیق ټينګار کړی دی.

د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځی وطندوست وايي، د دې پرانیستې لپاره امنیتي تدابیر نیول شوي دي او پیل به يې د ولسمشر په وینا وشي.

ولسمشر همدا شېبه غونډې ته خبرې کوي او دعوه کوي چې د سیمې په سطحه همګرايي غواړي، هغه مني چې تېر کال يې امنیتي ستونزو پام په بله کړ، خو په وينا يې راتلونکې کې به پوهنې ته ډېر پام کوي.

« په تیرو کلونو کې امنیتي شرایط د دې سبب شول چې ډیره توجه نورو مسایلو ته شي. امیدوار یم چې په راتلونکي کال کې به معارف او لوړ تحصیلاتو ته هغومره توجه وشي لکه څومره چې پکار ده او لازمه ده.»

هغه تر اوسه د ټاکنو اړوند یا هم د پارلمان د قانوني مشروعیت په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

ټاکل شوې وه، چې د پارلماني، ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به د راتلونکې لمریز کال په چنګاښ میاشت کې ترسره شي، خو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسوولینو يې د ځنډ خبر ورکړی دی.

د دې کمیسیون مشر ګلاجان بدیع په لومړیو کاري ورځو کې د ځنډېدو علت اداري ستونزې او د ځینو غړو ناوخته ګمارل یاد کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x