افغانستان

په ۳۱ ولایتونو کې ښځينه څارنوالانې مقررېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۶ل): لویه څارنوالي وايي، په پلان کې لري چې د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې ښځينه څارنوالانې وګماري.

لوی څارنوال فرید حمیدي پرون د ښځينه څارنوالانو په ازموینه کې دا څرګندونې وکړي، خو د دې پلان د پیل دقیقه نېټه يې په ګوته نه کړه.

حميدي همدا راز یادونه وکړه، چې خپلسري زنداني کول باید بند شي او څارنوالان باید قانوني چلند وکړي.

د هغه په خبره څارنوالان دا حق لري چې څوک زنداني کړي، خو د چا د شخصیت یا کورنۍ د توهین حق نه لري.

لوی څارنوال په داسې حال کې پورته څرګندونې کولې، چې تازه د مشرانو جرګې د دویم مرستیال اصف صدیقي اړوند دعوه رسنیزه شوې ده.

پر هغه تور دی، چې مېړوښه ښځه يې وړې، زنداني کړې يې ده، بېرته کار ورسپارلی او له خپل خاوند نه يې په زور ځان ته په نکاح کړې ده.

په ورته وخت کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ګڼ زورواکي شخصي زندانونه لري، چې د ګڼو پانګوالو په اختطاف او ګواښلو کې هم لاس لري.

هممهاله په رسمي زندانونو کې لسګونه داسې زندانیان پراته دي، چې له کلونو وروسته يې هم دوسیې نه دي څېړل شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x