ورزش

کرېکټ: نیوزېلنډ د انګلستان ټاکلی ستر هدف پوره کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ کب، ۱۳۹۶ل): د نیوزېلنډ او انګلستان ترمنځ په څلورمه یو ورځینۍ لوبه کې نېوزېلنډ د انګلستان ټاکل شوی ستر هدف په پنځه ویکټو پوره کړ.

د انګلستان لخوا ټاکل شوی ۳۳۵ منډو هدف نیوزېلنډ لوبډلې په پای اور کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو د روس ټېلر په زړه پورې سلیزې وهلو پوره کړ.

لوبه کې پچه نیوزېلنډ لوبډلې وګټله خو لومړی یې انګلستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه، دوی ښه پېل وکړ، او بریسټوو او جويي رووټ په زړه پورې سلیزو د ستر هدف ټاکلو کې مرسته وکړه، له دوی وروسته د انګلستان هیڅ کوم لوبغاړي زیاتې منډې جوړې نه کړې، خو بیا یې هم نیوزېلنډ ته د ۳۳۶ منډو هدف وټاکه.

ددوی لخوا جوني بریسټوو ۱۳۸ او جويي روټ ۱۰۲ منډې جوړې کړې، د نیوزېلنډ لخوا په توپ اچونه کې سودي ۴، ترینټ بولټ او کولن مونرو ۲-۲ او ساوتي یوه ویکټ ترلاسه کړه.

په ځواب کې د نیوزېلنډ لوبډله له ستونزو سره مخ شوه او دوه ستر لوبغاړي (مارټن ګیپټل او کولن مونرو) په صفر- صفر وسوځېدل، خو وروسته لوبډلمشر ویلیمسین او روس ټیلر ښه لوبه وکړه، له ویلیمسین وروسته ټام لیتین د ټیلر ملګرتیا وکړه او ټاکلی هدف یې په ۴۹.۳ اورونو کې پوره کړ.

ددوی لخوا روس ټیلر ۱۸۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې چې په کې ۶ شپږیزې او ۱۷ څلوریزې هم شاملې وې، ورسره کین ویلیمسین ۴۵ او ټام لیتم ۷۱ منډې جوړې کړې، د انګلستان لخوا په توپ اچونه کې ټام کوران ۲ لوبغاړي وسوځول.

روس ټیلر په غوره توپوهنه د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د یادونې وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د پنځه یو ورځنیو لوبو سیالۍ ۲-۲ برابې شوې او پایلوبه به یې د مارچ په لسمه نېټه ترسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x