افغانستان

ننګرهار: نازيانو کې ۱۹ عسکر او اربکيان طالبانو سره يو ځای شوي

نن ټکی اسيا: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د ننګرهار ولايت نازيانو ولسوالۍ کې د اربکيانو په ګډون د ملي اردو ۱۹عسکر طالبانو سره يو ځای شوي دي.

مجاهد د تسليم شويو عسکرو نومونه هم رسنيو ته لېږلي.

د ښاغلي مجاهد په وينا نوموړي عسکر د طالبانو د جلب او جذب کميسون په هڅو حکومتي دندې پريښي او د طالبانو ليکو ته ورغلي دي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه اربکيان، ملي اردو، پوليس او نور حکومتي مسنوبين د طالبانو په هڅو او وينا له دولتي دندو لاس په سر کيږي او يا هم د طالبانو ليکو ته ورځي.

د کورنيو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x