افغانستان

غزني لاریون – پنځمه ورځ: له کابله راغلي پلاوي سره خبرو نتېجه ور نه کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۶ل): په غزني کې د اربکیانو پر ضد لاریون پنځمې ورځې ته وغځيد او لا هم د کابل – کندهار لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

د دې لاریون مشران وايي، چې له کابله له ورغلي پلاوي سره يې خبرو کومه نتېجه نه ده ورکړې، ځکه خو يې لا هم خپل دریځ ساتلی دی.

د دې لاریون یو تن مشر نقیب خاکسار پرون پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «نن مو یو وار بیا له کابل څخه راغلي هیئت سره ولیدل دوی زموږ بر حقه غوښتنو ته عاجزه شول هیڅ جواب یی نه درلود، نو مذاکرات بی نتیجې پاي ورسیدل.»

دغه پلاوی چې د ارګ د یو تن سلاکار محمد عالم راسخ په مشرۍ دوه ورځې وړاندې غزني ته رسېدلی دی، لا هم نه دي توانيدلي چې ستونزه هواره کړي.

په ورته وخت کې د لاریون ګډونوالو وايي چې دوی د کوم قوم پر ضد غږ نه دی پورته کړی، بلکې د اربکیانو پر ضد يې غږ پورته کړی، دوی ټینګار کوي چې لاریون ته دي قومي رنګ نه ورکول کېږي.

نقیب خاکسار پخپله فیسبوک پاڼه د لاریون د یو تن هزاره ګډونوال تصویر خپور کړی او ورسره لیکلي يې دي: «زموږ هزارو وروڼو هم د حق چیغه پورته کړه، موږ ټول وروڼه یو افغانان یو، موږ عدالت غواړو!»

دغه مشر دا هم لیکي، چې حکومت په لوی لاس غواړي په غزني کې د مېشتو قومونو تر منځ بدي رامنځته کړي، کنه د ده په وینا د دې جرم عاملین اربکیان معلوم دي.

«حکومت په لوی لاس غواړي په غزني کې د مېشتو قومونو تر منځ بدي رامنټخه کړي، د دې مظلومو شهیدانو قاتلان معلوم او د دولت اربکیان دي، خو د نیولو لپاره يې اقدام نه کوي.»

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر فیض محمد ځلاند بیا وايي چې حکومت خپل هر مخالف غږ د طالب غږ بولي او په دې ډول يې د خاموش کولو هڅه کوي.

هغه پر ولس غږ کړی چې د اربکیانو پر ضد غږ باید نور هم تکرار شي او د دوی ټغر باید ټول کړل شي.

«اربکیانو، محلی پولیسو او دولتي ملیشو چې کوم ظلم په غزني کې وکړ چې د هلاکو او د چنګیز تاریخ یې تکرار کړ، د دوی خلاف د غزني د ولس غږ، د افغان ولس غږ دی، خوست کې بل مثال دی، د دوی ټغر باید ټول شي.»

ghaznilaruon-hindu1
د لاریون یوه څنډه

ياده دې وي په دې لاریون کې چې پنځمې ورځې ته غځېدلی، د ټولو قومونو په ګډون ان هندوان هم ګډون لري، دوی اربکیان د ټولو افغانانو لپاره د سرطان دانه بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x