افغانستان

اندونیزیا کې د افغان جګړې د «مشروعیت» په اړه بحث کیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۶ل): د اندونزیا په جاکارتا کې په افغانستان کې د امریکایانو له لوري د پیل شوې جګړې په اړه بحث کېږي.

د افغانستان د عدليې وزارت چارواکي وايي، چې دا غونډه د اندونزیا د ولسمشر په غوښتنه جوړېږي، چې د روانې جګړې په اړه به پکې خبرې وشي.

د دې وزارت مرستیال محمد قاسم حلیمي وايي، چې په دې غونډه کې ټول ۵۰ تنه برخه وال دي، چې ۱۵ تنه له افغانستان، ۱۵ نور له پاکستان او پاتې نور د اندونزیا ګډونوال دي.

حلیمي ازادۍ راډيو ته ويلي: « د درې واړو هېوادونو د دیني عالمانو ترمنځ به پر دې جګړې او د دې جګړې پر عواملو له اسلامي لحاظه بحث کېږي.»

دې چارواکي چې د علماو د شورا غړی هم دی، د سرتېرو بریدونو په اړه د ازادۍ راډيو د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې په دې اړه دوی فتوا ته اړتیا نه لري «انتحاري حملې حرامې دي او دې ته هېڅوک جواز نه ‎شي ورکولی.»

حلیمي ویلي چې دوی پر هغو عواملو غږېږي چې یو څوک ولې سرتېري برید ته هڅېږي، دغه دولتي ملا نه دي ويلي چې په دې غونډه کې به د امریکا د یرغل په تړاو هم څه وویل شي، کنه.

د شنونکو په باور د طالبانو له ګډون پرته به دا غونډه د ډېرو نورو هغو تېرو په غونډ په څېر هېره شي چې څو ځلې يې د روانې جګړې په اړه څرګندونې کړې دي خو بې اغېزې ثابتې شوې دي.

ټاکل شوې دا غونډه به په روانه میلادي میاشت کې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نورالدین

البتہ دفقہی امریکایی لہ نظرہ

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x