افغانستان

هرات کې یو کس مېرمن او خور وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۶ل): د هرات ځايي چارواکي په کُرخ ولسوالۍ کې یو کس خپله مېرمن او خور په چاقو وهلي او دواړه یې وژلي دي.

د هرات د حوزوي روغتون ویاند محمد رفيق شېرزى وايي، تراوسه د پېښې علت نه دی په ډاګه شوی؛ خو د سړي ښځه مېندواره وه او دواړو په روغتون کې ساه ورکړه.

د شېرزي په خبره د دواړو جسدونه روغتون راوړل شوي وو.

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وايي، پولیسو هغه کس نیولی چې دغه دواړه مېرمنې په چاړه وژلې وې.

دی وايي، له نیول شوي کس نه څېړنې روانې دي او پایلې به یې له رسنیو سره شریکې کړي.

کورنی تاوتریخوالی، ناپوهي، لفظي شخړې او لسګونه نور لاملونه دي، چې پایلې په مرګ تمامېږي.

په هرات کې دوه مېرمنې داسې مهال وژل کېږي، چې سبا پنجشنبه د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ هم ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

People get depressed and loose the control of their minds.

mha

Too much stress on people, living in the war torn country for 29 years, it is too much. they get depressed and loose their minds.

مجيب الرحمان

د افغانستان دولت بايد پخپلو اتباعو باندې د رواني ناروغيو د مخنيوي پخاطر لاس په کار شي او پيسه وکاروي خلکو ته وړيا معالجې او تګلارې په ګوټ ګوټ کې، کليو بانډو کې وربرابر ې کړي، لدې خبر څخه ښکاري چې دولت په اساسي ستونزو باندې چې د ټولنې نظم ل، په کمزورو ښځو ماشومانو بريدونه دي ورته سخت قانون او نرمه تګلاره بايد جوړه کړي، دغه د طبى برلاسي مداخلې له لارې خلک بايد کونترول شي او په خپلو اعصابو کونترول زده کولى او ټولنه له دغسې ستونزو خلاسېدى شي، دلته جبر کول پکار دي.

masoom prince

یاالله ته زموژ د افغانانو په حال رحم وکړې بې له شکه الله تعالی د دنیا نظام پر مخ بیا یې خو انسان ته الله پاک فکر ورکړﺉ څو خپل فکر څخه استفاده وکړی او د الله تعالی قهر او غضب اخته نشی زه خپله دا وایم چې کله انسان باندې یو داسې حالت راشی د هغې ستر لا ملونه دادی (١) کورنی تاو تریخوالﺉ(2) فشار ښکته کیدل او پورته کیدل (3)دماغی کمزور تیا (4) د دې ټول روزنیز ژوند کې دولت یو ډیر ښه رول ادا کولﺉ شي تر څو د داسې کړو وړو لاره ونسی هغه دا چې… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x