نړۍ

راولپينډۍ: د استخباراتو پر موټر سرتيری بريد کې د استخباراتو دوه لوړ پوړي افسران وژل شوي

 د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه راولپينډۍ ښار ترنول سيمه کې د پاکستاني استخباراتو پر يو موټر سرتيري بريد کې د دوو کرنلانو په ګډون درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د پاکستان پوځي چارواکي وايي، چې نوموړي کې د پوځي استخباراتو د لوړپوړو افسرانو کرنل ظاهرشاه او او کرنل راشد په ګډون درې تنه وژل شوي او دوه ژور ټپيان دي

چارواکي وايي، چې ټپيان او وژل شوي کسان يې د راولپينډۍ پوځي روغتون ته ليږدولي دي.

د راولپينډۍ د پوځي روغتون CMH ډاکتران وايي، چې د ټپيانو روغتيايي حالت د انديښنې وړ دی.
امنيتي ځواکونو له پيښې وروسته سيمه کلا بنده کړې او د پيښې د عاملينو د نيولو کوښښ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x