fbpx

ښائيست / عُقابي جانان

“عُقابي جانان”

حبيبه له صفت دې قلمونه دي عاجز
قربان څنګه دې وستایم لفظونه دي عاجز

تعبیر دې د ښکلا کولی نشي درته مات دي
همه واړه حواس زړونه،ذهنونه دي عاجز

له حسن اوښائيست دې ټول جهان رنګ کشف کړی
د مخ له نورانيت دې عالمونه دي عاجز

قرآن عظيم الشان ستا د اخلاقو مجموعه ده
له خُلقِ عظيم دې کتابونه دي عاجز

جمال دې پُرکمال دی بې مثال دی لازوال دی
صورت او له سيرت دې مثالونه دي عاجز

عطرونه دي قاصر ستا د خولو له خوشوبويۍ نه
که مشک دي که زعفران هم ټول ګلونه دي عاجز

بخښنه غواړم ستا د مينې حق مې ادا نکړو
ارمان زما “عُقابي جانان” شعرونه دي عاجز

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د