نعت شریف / حسيني

احمدالله حسيني

نن مي تر سترګو کیږي کورکلی کوڅه دجانان
اوري رحمت ترحشرګا پر منطقه د جانان

د فراق غم مي ژړوي دیار په یاد کي همیش
کله بي ښکل په محبت کړم مقبره د جانان

دی تر دنیا او اخرت هم جنتو نازنین
هم نازنینه په ښارو کي مدینه د جانان

د ده و یار حضرت صدیق ته به سلام کړم مدام
تر هر څه ښکلی یې مزار او حجره د جانان

و تورو شپو د جهالت ته یې رڼا راوستل
پر جهانینو روښنایي کوي ډیوه د جانان

د ذوالوِقار نبي زیارت دي مو په ژوند سي نصیب
هم دي خدای راکړي د کوثر پر حوض پیاله د جانان

د تصور په سمندر کي(حسیني) یمه غرق
چي زړه ته یاد کړمه داستان او خاطره د جانان