خواجه اصف: امریکا او پاکستان پر يو بل باور کولو ته نه دي تیار

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۶ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف ويلي، چې د امریکا او پاکستان ترمنځ په اړيکو کې لا هم ترينګلتيا شته او په دې اړه ورته د خپل هېواد ګټې تر ټولو مخکې دي.

د بهرنيو چارو وزير له يوه خصوصي ټلويزيون سره په مرکه کې ويلي، چې د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ اړيکې ترينګلې دي، دواړه لوري پر يو بل باور کولو ته نه دي تيار، خو دوی بيا هم هڅه کوي، چې دغو اړيکو کې غوره والی راشي او شته بې باوري له منځه ولاړه شي.

دی وايي، چې له امريکا سره په اړيکو تر ټولو زيات لومړيتوب ورته د خپل هېواد ګټې دي.

له تېرو درې مياشتو راهيسې د دواړو هېوادونو اړيکې ترينګلې شوي او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير له دغو درې مياشتو راهيسې وخت پر وخت د امریکا پر ضد څرګندونې کوي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستياله تهمينه جنجوعه راتلونکې اونۍ په واشنګټن کې له امریکايي چارواکو سره د دوه اړخيزو د ښه کېدو په اړه خبرې کوي.

د نړيوالو چارو کارپوهان وايي، چې د اسلام اباد او واشنګټن اړيکې وخت پر وخت ترينګلې کيږي، خو په عين حال کې يې دا هيله هم څرګنده کړې، چې دغه اړيکې بېرته عادي حالت ته هم راتلی شي او دواړه هېوادونه يو بل ته اړتيا لري او د دغې اړتيا پر اساس به يو بل سره اړيکې نه خرابوي.

خواجه اصف ويلي، چې طالبان د افغانستان سياسي ځواک دی، افغان حکومت بايد خپلې ستونزې په خپله حل کړي او پاکستان ورسره هر ډول مرستو ته چمتو دی.