امریکا ولي له طالبانو سره مخامخ خبرو ته نه حاضریږي ؟!

نن ټکی اسيا ـ سرمقاله : له تیرې اونۍ راهیسي چې کله طالبانو د کابل په دوهمه غونډه کې د ښاعلی اشرف غني وړاندېزونه لا ځوابه پريښودل د امریکايي چارواکو لخوا په مستقیم او غیر مستقیم ډول له طالبانو غوښتل کیږي چې د سولې په اړه دي په کابل کې د دوئ تر حمايي لاندې حکومت سره خبرې وکړي.

د دغو غوښتنو په لړ کې د تیرې یکشنبې په ورځ د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیالې الیس ویلز د خپل مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وویل :

(( طالبانو ته په کار ده د سولې په اړه د اشرف غني وړاندیزونه ومني ، ځکه هغه وړاندیزونه ما شخصا ټول اوریدلي ، هغه په افغانستان کې د باعزته سولې د راوستلو لپاره غوره وړاندیزونه وو ، نه لکه طالبان چې وايي حکومت ته د هغوی تسلیمیدل))

پر افغانستان تر امریکايي یرغل وروسته چې کله د هغه په وړاندې افغاني مقاومت پیل شو له هغه سره هم مهاله ذ امریکایانو لخوا له مقاومت کوونکو ( طالبانو) سره د سولې په نوم هلې ځلې هم پیل شوې.

په کال ۲۰۰۹م کې چې کله د کابل حکومت په چوکات کې له وسله والو مخالفینو( طالبانو) سره د حضرت مجددي په مشرۍ د سولې د ټینګښت په نوم کمیسیون او تر هغه را وروسته د استاد رباني په مشرۍ د سولې عالي شورا جوړه شوه دا دواړه ارګانونه مستقیما د امریکایانو په دستور د ډیرو لوړو مصارفو په تر سره کولو سره د دې لپاره جوړشول چې د امریکایانو په مقابل کې ولسي مقاومت یا له منځه یوسي او یا یې هم کم ترکمه کمزوري کړي.

یعني د امریکایانو او د هغوي د تحت الحمایه حکومت له لوري له طالبانو سره د سولې خبرې له پیله د سولې د ټینګښت لپاره نه ؛ بلکې د مقاومت د ځپلو لپاره د یوې ابزاري وسیلې په توګه ترسره شوې او د اشرف غني وروستي وړاندیزونه هم د دغو ابزاري هڅو په تسلسل کې یو امریکايي دستور دی چې د اشرف غني په خوله طالبانو ته وړاندې کیږي.

امریکایان په مسقیم ډول ځکه له طالبانو سره خبرو ته نه حاضریږي چې د طالبانو لومړۍ غوښتنه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پرشا کیدل دي ، چې دا کار د طالبانو په مقابل کې د امریکایانو په پوځي ماتې سربیره د هغوي نه جبره کیدونکی سیاسي شکست هم دی.

ځکه نو امریکایان غواړي له دغه فضیحت څخه د ځان ساتلو په خاطر خپلې غوښتنې د اشرف غني په خوله له طالبانو سره مطرح کړي، خو طالبان چې عملا ویني اشرف غني د خپل حکومت پر یوه مامور د خپل حکم د عملي کولو صلاحیت نه لري پر امریکایانو به له هغوئ سره کړې ژمنې څرنګه عملي کړای شي؟

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د