د ننګرهار د حج او اوقافو رئيس ووژل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار ولايت د حج او اوقافو رييس په يوه سرتيري بريد کې ووژل شو.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو ته ويلي، چې نن ماسپښين درې بجې يوه سرتيري بريدګر پر مولوي عبدالظاهر حقاني بريد کړی دی، په دغه بريد کې مولوي حقاني او د هغه موټر چلوونکی وژل شوي او يو شمېر نور کسان ټپيان دي.

د خوږياڼي په وينا دا پېښه د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې شوی دی.

مولوي حقاني په رسمي او غیر رسمي غونډو کې د حکومت په پلوي او د مخالفينو پر ضد څرګندونو کې مشهور و او د حکومت پر ضد روانه جګړه يې ناروا بلله.

تر اوسه د دې بريد مسؤوليت چا نه دی منلی.

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجيب الرحمان
میلمه
مجيب الرحمان

زه فکر کوم چې د افغانستان بې وسلې ملايان او بې وسلې عام سپين ږيرو وژنه د پاکستاني يحودي استخباراتو ګډه کړنچاره ده ځکه هغوى غواړي د افغانستان دننه اشغالګر پاتې وي او د دوى اقتصادي پرمختګ پلمه برقراره وي. داعش د يحودي او پاکستاني پوځیانو ګډه پروژه د امريکا پيسه او وسله ورسره مله دي.

نورالدین
میلمه
نورالدین

او دابی پروژی یھود بہ سنګہ وی

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

مجیب الرحمان صاحب ستاسی تبصری خو تل په ویښه وی فکر کوم دا ځل تبصره په خوب او خیال کی لیکلی . مونږ له لیکنی دمخه ستاسی تبصره ولوستله حیران شوم چه پاکستان کی خو د حج او اوقافو په نامه کوم نهاد شتون نه لری نو مجیب الرجمان په پورتنی لیکنه باندی تبصره کی پاکستان او یهودی استخباراتو ګډه پروژه څرنګه یاده کړی . او که دا تبصره یی بلی کومی لیکنی ته لیکله خطایی کی دلته رانقل شوی مونږ ته هم وخت ناوخت داسی پیښی شوی . پورته لیکنه کی د حچ او اوقافو په نوموری خبیث په… نور لوستل »

روح الله روحمل
میلمه
روح الله روحمل

یهود اونصار دمسلمانانو په بی اتفاقی خوشحاله او دهغوی د ګټو سرچینه ده

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

اصلاً د انسان او مسلمان په ناحقه وژل یوه ستره ګناه ده د هر چا لخوا چه وی او انتحاری حملې خو اصلاً حرامی دی ځکه قتل نفس دی البته په ځینو استثنائي حالاتو کی استشهادی ( نه انتحاری) حملې د توجیه وړ دی. د ښاغلی مجیب الرحمن تبصره هم د پاملرنی وړ ده. د ډېری خواشینی ځای به وی چه د شریعت د ترویج مدعیان! !!!د شیطان د پیروانو سره یو ځای د جهنم په لمبو کی را تاؤ وی.هلته به پاکستانی او یهودی او امریکائي او انګلیسی او روسی استخبارات!! د هیڅ ډول تحرک توان ونلری، هلته به… نور لوستل »