نړۍ

بلجیم: د ناټو سازمان ناسته نن د افغانستان په اړه غږيږي

په افغانستان کې د ناټو د ماموریت وروستۍ ناسته پرون په بلجیم کې پیل شوه. په یاده ناسته کې چې د افغانستان  د دفاع وزير په ګډون د اته ویشتو غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو پکې برخه اخیستې. د ګورجستان، اوکراین او افغانستان په اړه بحث کېږي.

پرون په دغه ناسته کې د ناټو سرمنشي اندرس فوګ راسموسن وویل، چې دوی په افغانستان کې شته ماموریت پای ته رسوي، خو د راتلونکي ماموریت لپاره یوه نوي چوکاټ ته اړتیا ده چې په خبره يې راتلونکی ولمسشر به يې ورسره ومني.
نن په دغه ناسته کې د افغانستان اړوند خبرې کېږي، ویل کېږي چې نن به په ناسته کې په افغانستان کې د ناټو ماموریت په راتلونکي، د دویم وارټاکنو او افغانستان سره تړليو پېښو خبرې وشي.
ناټو خپل ماموریت په افغانستان کې د امنیتي تړون د لاسلیک په شرط پیلوي، چې ټاکل شوې راتلونکی ولسمشر به يې لاسلیک کړي.
په داسې حال کې چې افغان ولس په اوسنیو شرایطو کې د امنیتي تړون د لاسلیک مخالف دي. د چارو د شنونکو په باور امریکا غواړي چې د تړون د لاسلیک لپاره په راتلونکي ولسمشر فشارونه ډېر کړي، چې يو يې هم د امریکا د متحده ایالاتو د مشر بارک اوباما له خوا تر ۲۰۱۶ز کال پورې د ټولو امریکايي عسکرو د وتلو اعلان دی. چې د چارو ماهرین يې یواځې د فشار وسیله بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x