سوله / الياس فاتح

الياس فاتح

وطنه د ستا امن ته په جنګ  سوله  ګټمه
ميدان به له غليم وړمه په ننګ سوله ګټمه

راکړی، اسلاميت او افغانيت سبق د سولې
اول  زه په جرګه بيا په غورځنګ سوله ګټه

ککرې د مغرورو  يرغلګرو به کړم خاورې
زمری يم د افغان په هر ګړنګ سوله ګټمه

نړۍ! که سوله غواړې،زما له کور ووځه، جنګ بس کړه
که نه!  ته به هم وړې لمبې ترڅنګ سوله ګټمه

لاسپوڅې اداره کله لري واک د خبرو؟
په هر رنګ  ،له غربي، وحشي بدرنګ سوله ګټمه

يوازې په خلوت او په دعوت نه راځي سوله
په مستو تندريزو تورو شرنګ سوله ګټمه

نارې چې د تکبیر ملکوتي فاتح  طالب کړم
د زړونو مراندې شلېږي د پيرنګ سوله ګټمه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د