احتياط / عُقابي جانان

عُقابي جانان

حالات بې خونده دي په چا باندې باور مکوه
لاليه هرځای کې خبرې د سنګر مکوه

ډېر اخوا دېخوا تلل راتلل ګټور ندي درته
چې څنګ ملګری درسره نه وي سفر مکوه

دم په قدم به ځیرک اوسې او احتياط به کوې
امير تابع شه هېڅ يوکار هم په خپل سر مکوه

حضرت امیرالؤمنین ته وفادار اوسېږه
هېڅ کله هم سرغړونه له رهبر مکوه

چې عقيده او نظريه ئې درمعلومه نه وي
په هر مُلا پسې هم اللهُ اکبر مه کوه

ګوره مونږ ټول يو د يو صف او يو هدف لاروي
نو توپير ځکه د انصار او مهاجر مکوه

په خپل دريځ باندې کلک اوسه “عُقابي جانانه”
خلکو خبرو،اوتو بوتو ته نظر مکوه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د