fbpx

د يو ماشوم په کړنه کي پټ درس

مولوي باقي بالله فضلي

يو تن خپل زوی يو بزرګ شخص ته راووست ، د دغه بزرګ په جیب کي يو خوږ شی پروت و ، او هلک ته يې ونیوی چي واخله !

خو هغه نظر انداز کړ او نه يې واخيست .

څه وخت وروسته يې بيا ورته ونيوی چي واخله دا وخوره ،ماشوم بيا نظر ترې واړاوه (سره له دې چي ماشومان خواږه ډېر خوښوي).

خو ماشوم دغه خوږ شي ته ونه کتل بلکي د خپل پلار مخ ته يې کتل چي هغه څه وايي !؟

کله چي کيسه داسي شوه ، نو پلار يې ورته کړه : بچيه واخله ويې خوره !

دا ځل ماشوم خوږه واخيسته او ويې خوړله .

د دې بزرګ شخص په سترګو کي اوښکي راغلې ، د ماشوم پلار ورته وويل حضرت ! کومه بې ادبي خو به مي نه وي کړې !؟

هغه ورته وفرمايل ، نه ! بلکي د ماشوم له دغه کار څخه مي يو پټ درس واخیست ، هغه دا چي ماشوم د دغه خواږه شي لذت ته ونه کتل بلکي خپل پلار ته يې کتل چي پلار مي څه وايي !؟

همداسي زموږ په وړاندي هم مختلف څيزونه او ګڼ مخونه ګرځي را ګرځي ، ايا موږ هم د دې پر ځای چي دغه غنم رنګو ته وګورو خپل رب ته مو نظر کړی چي زموږ رب څه وايي !؟

ماشوم خو يو خوږ شی پرېښود او پلار ته يې کتل ، ايا کله موږ هم داسي کړي چي د نفس مرغوب شيان مو پرې ايښي او خپل رَب ته مو کتلي چي ربه ! ته څه فرمايي !؟

اللهم وفقنا لما تحِب وترضی من القول والعمل .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د