fbpx

هلمند : ناوه او نادعلي کې ۲۲ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۶ل):د هلمند ولايت په ناوه او نادعلي ولسواليو کې د جګړې له امله ۲۲ تنه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ناوې ولسوالۍ ټانګانو ګودر په سيمه کې د طالبانو له لوري د اربکيانو پوسته په نښه شوې ، د جګړې په پايله کې ۶ تنه اربکيان وژل شوي او پوستې سقوط کړی.

پېښه تېره شپه ۷ نيمي بجې مهال رامنځته شوې.

همدا راز تېره ورځ سهار مهال د نادعلي ولسوالۍ شین ګل ، نورزو او میرزاه چهارراهيانو په سيمي کې د طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ نښتي شوي.

دولتي سرچينې په نادعلي ولسوالۍ کې د روانو عملياتو پخلی کوي خو تر دې دمه يې د مرګ ژوبلي اړوند څه نه دي رسنيز کړي.

طالبان وايي د پرون سهار په جګړه کې يې د عملياتي قوې ۱۶ عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې.

د هلمند ولايت ځايي چارواکي وايي د بهرنيانو په مرسته يې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو د ځپلو په موخه عمليات پيل کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د