افغانستان

دویم تعقیب: د میمنې په چاودنه کې مرګ ـ ژوبله لوړه شوه

نن سهار نږدې نهه نیمې بجې د فاریاب په مرکز میمنه کې د ښاروالي پارک ته څېرمه ردنه چاودنه وشوه.د فاریاب دولتي چارواکي وايی چې په یاده پېښه کې اتلسو تنو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې چې درې پکې مړه او پنځلس نور ټپیان دي.

د فاریاب د امنيه قومندانې ویاند مسعود یعقوبي وايي چې ټپیان او مړه شوي ټول عام وګړي دي. د ده په خبره پولیس به دا پلټنه وکړي، چې په بوشکه کې ځای پر ځای شوی ماین دلته څنګه او چا کېښود؟
په داسې حال کې له فاریاب نه د پېښو راپورونه ډېر شوي دي، چې راتلونکو ټاکنو ته یواځې لس ورځې پاتې دي.
که څه هم طالبانو له خلکو غوښتي چې په راتلونکو ټاکنو کې د رایو له مرکزونو لرې واوسي، مګر ورته امنیتي پېښې هم خلک په ټاکنوکې ګډون ته زړه نازړه کوي.
تراوسه  د دې پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x