د ماشومانو نړیوال سازمان: افغان امنيتي ځواکونه دې په تور لیست کې شامل شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۶ل): د ماشومانو یو نړیوال سازمان له ملګرو ملتونو غوښتي، افغان امنیتي ځواکونه د ماشومانو د وژنې، تېريو، ځورونې او په دې لیکو کې د ماشومانو د استخدام له امله باید په تور لیست کې شامل شي.

تسنیم، خبري بنسټ د «په وسله والو شخړو کې د ماشومانو د څار سازمان» په حواله وايي، چې افغان امنیتي ځواکونه په مدرسو کې، روغتونونو او خپلو لیکو کې پر ماشومانو د تېري له امله تورن دي.

د ملګرو ملتونو منشي په جګړه کې د ښکېلو ماشومانو اړوند کلني راپور کې په افغانستان کې امنیتي ځواکونه له ماشومانو د جګړه ییزې ګټې اخیستنې او تېريو له امله تورن کړي دي.

د سرچینې په قول په جګړه کې د ښکېلو ماشومانو د څار سازمان غړې «دراجیکا میکاویکا» ویلي، د نړۍ تور لیست کولی شي چې په ټوله نړۍ کې د ماشومانو له وضعیت سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې دی چې افغان لوړپوړي چارواکي هم په امنیتي لیکو کې د ماشوماتو له استخدامه انکار نه کوي.

د تېر میلادي کال په وروستیو کې سیګار هم امنیتي ځواکونه د بچه بازۍ له امله ملامت وبلل او د امریکا پر کانګریس يې غږ وکړ، چې د دوی مرستې د افغان ځواکونو له لوري په بچه بازۍ مصرفېږي.orduHalak

د هیل «The Hill» ورځپاڼې هغه وخت پخپل راپور کې لیکلی، چې د امریکا قوانین پنټاګون ته په بهر کې له هغو پوځي ځواکونو سره د مالي مرستې اجازه نه‌ ورکوي چې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

په داسې حال کې چې امریکا له ۲۰۰۲ کال راهیسې د افغان ځواکونو پر سمبالولو او جوړولو څه باندې ۷۰ میلیارده ډالر لګولي دي.

تر اوسه افغان چارواکو د ماشومانو د حقونو د دې سازمان د غوښتنې په تړاو کوم غبرګون نه دی ښوودلی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د