ورزش

محمد نبي په انګلستان لیګ کې واخیستل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ کب، ۱۳۹۶ل): د افغانستان غوره آلراونډر محمد نبي د انګلستان نیټ یسټ ټي ټونټي بلاسټ Natwest t20 Blast لپاره واخیستل شو.

سوکه توپ اچونکی او غوره توپوهونکی محمد نبي د انګلستان په Vitality Blast لیګ کې د لیسیسټرشائر کاونټي لوبډلې سره په یاد لیګ کې د ۲۰۱۸م کال سیالیو لپاره په یاد لیګ کې د لوبېدو تړون لاسلیک کړ.

محمد نبي چې د افغانستان له غوره توپ اچونکو او توپوهونکو څخه شمېرل کیږي، او په یو شمېر خارجي لیګونو کې يې خپله وړتیا ثابته کړې، او د خپلې ملي لوبډلې لخوا لومړی توپوهونکی دی چې زیاتې منډې لري.

نوموړی پخپلو تجربو او غوره آلراونډره لوبه خارجي مبصرین او د نورو لوبډلو روزونکي متاثره کړي، چې په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې د توپوهونکو په لیست کې ۱۱م، په شل اوریزو کې ۲۲م، او په دوه اړخیزو (آلراونډر) لیست کې په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې درېیم مقام لري.

نبي له اوږدې مودې راهیسي په مسلسله توګه په شل اوریزو سیالیو کې ګډون کوي، د خپلې ملي لوبډلې ترڅنګ، تېر کال په هند او پاکستان تجارتي سیالیو کې لوبېدلی او سږکال د استرالیا په بیګ بیش لیګ کې يې په توپ او بیټ دواړو خپله وړتیا وښودله چې اوس به په انګلستان لیګ کې هم خپل بخت ازمایي.

د لیسیسټر شائر لوبډلې مشر روزونکی پال نیکسون وایي، محمد نبي یو تجربه لرونکی لوبغاړی دی، هغه د توپ اچونې تر څنګ په توپوهنه کې هم مهارتونه لري، مونږ په حقیقت کې د داسې لوبغاړي په لټه کې وو، دا زمونږ لپاره د خوښۍ ځای دی چې دده په شان آلراونډر مو خپل کړ، نوموړی به زمونږ د توپوهنې منځنۍ middle order خالیګاه ډکه کړي، او پخپله سوکه توپ اچونه به مخالف لوبډله تر فشار لاندې وساتي.

محمد نبي دا مهال د خپلې لوبډلې سره په زمبابوې کې د ۲۰۱۹م کال یو ورځیني جام غواروي سیالیو کې بوخت دی، چې تېره ورځ يې هم د سکاټلېنډ په وړاندې ۹۲ او د زمبابوې په وړاندې سیالۍ کې ۵۱ منډې جوړې او یوه ویکټه ترلاسه کړه.

د یادونې وړ ده چې د انګلستان ویټیلیټي بلاسټ Vitality Blast لیګ (همدغه لیګ چې دغه نوم هم لري) کې راشد خان له دې وړاندې د سوسیکس لوبډلې سره تړون لاسلیک کړی دی.

دا لوبې به د جولايي میاشتې په ۴مه نېټه پېل او د ستمبر میاشتې تر ۱۵مې به په انګلستان او وېیلز کې دوام وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x