افغانستان

طالبانو د امریکايي جنګي اسیر «برګډال» د تبادلې د مراسمو ویډیو نشر کړه

bragdallامریکايي بندي عسکر بوبرګډال چې په ۲۰۰۹ م کال کې دپکتیکا په ولایت کې دطالبانو له لوري ژوندي ونیول شول، پوره پنځه کال یې له ځان سره بندي وساته. نوموړی پنځه ورځې وړاندې دمئ میاشتې په ۳۱ نیټه دطالبانو د پنځو تنو لوړپوړو مشرانو په بدل کې ازاد شو او دخوست ولایت په علیشیرو ولسوالۍ دبټۍ په سیمه کې دخاصو مراسمو په ترځ کې امریکایي ځواکونو ته وسپارل شو.

طالبانو چې لا له وړاندې ددې ویډیو دخپراوي اعلان کړی وو، نن سهار یې په خپله ویب پاڼه الاماره باندي دامریکايي عسکر بو برګډال دتبادلې دمراسمو اخیستل شوې ویډیو نشر کړه، دا ویډیو چې ټول ټال څه باندي اوولس دقیقې ده ، له لنډې مقدمې وروسته ،لومړی په خوست ولایت کې دامریکایی عسکر دتبادلې مراسم  او ورپسې په قطر هیواد کې دطالبانو دپنځو تنو ازادو شویو مشرانو مخ ته داستقبال او هرکلي ویډیویي صحنې او انځورونه له یوې ترانې سره مل یو ځاي شوې دي.

دویډیو په یوه برخه کې یو تن وسلوال طالب امریکایی بندي په اوږه ټکوی، ورته یومعنی دار پیغام ورکوي او ورته وایي ( بیا افغانستان ته رانشئ، Don’t come back to Afghanistan) .
دا لومړی ځل دي چې دازاد شوي امریکایی عسکر بو برګډال ویډیویی کلیپونه او انځورونه په مطبوعاتو کې راښکاره شول ، امریکایی چارواکو تراوسه پوري دنوموړي کوم انځور یا ویډیویي پیغام نه دی نشر کړی، ویل کیږي چې نوموړی په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
نن ټکی اسیا دا ویډیو ترلاسه کړې او له ژمنې سره سم یې خپلو مینوالو ته وړاندې کوي.
دلاندي ورکړل شوي لینک له لارې کولای شئ ویډیو وګورئ

http://shahamat-movie.com/index.php?option=com_webplayer&view=video&wid=122

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x