ورزش

پر محمد شهزاد بیا بندیز ولګېد

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶ کب، ۱۳۹۶ل): د کړېکټ نړیوالي شورا پر محمد شهزاد محمدي باندې د دوو لوبو لپاره بندیز لګولی دی.

شهزاد محمدي چې د افغانستان لوبډلې لپاره اوپنر بیټنګ کوي، اوس مهال په زمبابوې کې د ملي لوبډلې سره د نړیوال جام لپاره د غوراوي په لوبو بوخت دی.

نوموړي په تیره لوبه کې د زمبابوې پر وړاندې په ۳۷ بالونو 24 منډې جوړې کړې.

د افغان کرېکټ بورډ د خبرپاڼې سره سم نوموړي تر سوځېدو وروسته د قانون پر خلاف مرورتیا وښوده چې له امله یې هغه ته یو منفي پواینټ ورکړل شو.

خبرپاڼه زیاتوي چې هغه له مخکې هم درې منفي پواینټونه لرل، چې په دې توګه یې د پواینټونو شمېر څلور شو او د کرېکټ نړیوالې شورا د قوانینو سره سم پر هغه باید د دوه لوبو لپاره بندیز ولګیږي.

له دې وړاندې تېر کال هم پر شهزاد محمدي د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د یوه کال لپاره د منع شوو درملو د استعمال له امله بندیز لګېدلی و.

باید وویل شي چې د ملي لوبډلې راتلونکې دوې لوبې د هانک کانګ او نیپال پر وړاندي دي چې په دواړو کې به نوموړی برخه نه اخلي.

افغانستان تر اوسه د سکاټلېنډ او زمبابوې پر وړاندې لوبې کړي دي او دواړه یې بایللي دي چې له امله یې نړیوال جام ته د افغانستان د بریا فرصت کم شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x