غزني: لاریون کوونکو د کابل ـ کندهار لاره په مشروط ډول خلاصه کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۶ل): د غزني د قره باغ ولسوالۍ زرګونه لاریون کوونکو نن ماښام ۷ بجې د کابل ـ کندهار لویه لاره په مشروط ډول د ترافیکو پرمخ خلاصه کړه.

لاریون کوونکو له تېرو پنځو ورځو راهیسې د غزني په ښار کې د تحصین کېږدۍ وهلې او په قره باغ کې د اربکیانو له لوري د شوي ظلم په غبرګون کې راوتلي.

لاریون کوونکي وايي، نن یې د مسافر وړونکو او د تازه مېوو بار وړونکو موټرو پرمخ د ۷ ورځو لپاره لاره په مشروط ډول پرانېستې؛ خو که غوښتنې یې ونه ومنل شي بېرته لاره تړي.

د تېرې شنبې په شپه د غزني د قره باغ ولسوالۍ په شېراباد سیمه کې د اربکیانو له لوري پر یوه کور برید شوی و، چې د یوې ښځې په ګډون یې دوه تنه وژلي وو، دوه تنه یې ټپیان کړي وو او دوه تنه یې ژوندي بېولي دي.

لاریون کوونکو تراوسه د وژل شویو جسدونه خاورو ته نه دي سپارلي او د پېښې د عاملینو د نیولو او د سزا تر ورکولو پورې یې ځنډولي دي.

د لاریون کوونکو په خبره، نن ولسمشر غني له لاریون کوونکو سره ټېلیفوني خبرې وکړي او ژمنه یې ورکړه، چې د پېښې عاملین به نیسي او دوی ته یې د وژل شویو د ښخولو سپارښتنه وکړه.

نن له کابله یو پلاوی هم غزني ته تللی وو، خو له لاریون کوونکي سره یې خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې.

دوه ورځې وړاندې د اردو عسکرو د لاریون کوونکو پر کېږدیو ډزې کړې وې، چې څلور تنه یې ټپیان کړي وو او ځینې کېږدۍ یې ورسوځولې وې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د