افغانستان

کندهار: بولدک کې امنيه قومندانۍ او شاهرا ته سرتيري بريد ګر ننوتي

د کندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ پر شهرا او امنیه قومندانۍ د سرتيري بريدګرو له لوري بریدونه روان دي.

دولتي سرچينې په ډاګه کوي چې سرتيرو لومړی دوو موټرسایکلونو ته چاودني ورکړي او وروسته يې ځانونه د شهرا لیوا او امنیه قومندانۍ ته رسولي.

بريد چې اوس ماخستن شاوخوا ۸ بجې شوی مسؤليت يې طالبانو منلی.

طالبان وايي يو شمېر سرتيري يې توانېدلي چې لومړی د امنیه قومنداني او شهرا لیوا په دروازه کې ولاړ پيره داران په بې صدا توپنچو په نښه او وروسته تر خپل ټاکلو هدفونو ځانونه ورسوي.

دوی وايي سرتيري يې په پر مختللو وسلو ښه سمبال دي ، تر دې مهاله يې لسګونه عسکر په نښه کړي ، په امنيه قومندانۍ او شهرا کې کوټه په کوټه په تلاشۍ بوخت دي او هدفونه په نښه کوي.

د کندهار د والي وياند خوشبخت د پيښي پخلي کړی خو د اوښتي مرګ ژوبلي اړوند يې لا څه نه دي رسنيز کړي.

بشپړ جزئيات به وروسته پر لیکه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x