خبرتیاوی او پیغامونه

د مولانا عبدالرزاق فتاحي لخوا د تبادلو شوو ملګرو او درنو کورنيو ته يې د مبارکۍ پيغام

د قدر وړ  مولوي نورالله نوري، ملا خير الله خير خواه، ملا محمد فاضل، مولوي عبدالحق وثیق، ، او مولوي محمد نبي عمري صاحب او د دوی درنو کورنيو ته؛
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
سلامونه او نيکې هېلې درته وړاندې کوم، الله جل جلاله دې ستاسو ټول کړاوونه او دردونه په خپل دربار کې قبول کړي، ستاسو درنو کورنيو ته له اوږده انتظار وروسته ستاسو د راتګ مبارکي وايم، او په راتګ مو ډېر خوشحاله يم.
په قطر کې د اسلامي امارت له استازو څخه ډېره مننه کوم چې د ملګرو په تبادله کې يې بنسټيز رول ولوباوه او د قطر هېواد له اميرانو څخه هم مننه کوم چې ښه منځګړيتوب يې وکړ.
زه هېله لرم چې د ګوانتنامو په کرغېړن زندان کې پاتې (۱۵) افغاني زندانيان هم راخلاص کړل شي، د ځينو بنديانو نومونه چې ما ته په ياد دي په لاندې ډول دي:
بغلان: حاجي ولي محمد صراف
خوست: خيالي ګل، عبدالکريم، محمد کمين، عبيدالله…
کندهار: شاه ولي خان، عبدالغني…
کابل: قاري حمدالله…
لوګر: عبدالظاهر…
الله جل جلاله دې ورته زغم او صبر ورکړي، هغه دښمنانو چې تاسو يې پر امريکايانو په پيسو وپلورلئ خفه دي، ان شاء الله نور به هم شرمنده کېږي، او د اخرت په ورځ به هم رټل شوي او بې برخې وي.
 
د هېواد دننه او د باندې ټولو زنداني ملګرو د آزادۍ په هيله
مولانا عبدالرزاق فتاحي
د ګوانتنامو پخوانی زنداني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x