عبد الله بن حذافه سهيمي رضی الله عنه

له (صور من حياة الصحابة) نومي کتاب څخهsahaba

نوموړی دهمدې کيسې اتل دصحابه وو له ډلې څخه هغه ستره هستي ده چي عبدالله بن حذافه سهيمي یاديږي.

دتاریخ له وسه داپوره وه چي پرهمدې سړي داسي تیرشوی وای لکه ترده وړاندي چي پرمیلیونونوعربوتیرشوی وو،پرته له دې چي د اهميت په سترګه ورته وګوري اويایې دچاپه زړه کي ورتیرکړي؛ خو ستر اسلام عبدالله بن خدافه رضی الله عنه ته داموقع ورکړه چي دخپل وخت ددنیاله سترسردار دفارس له واکمن سره او د روم له سترمخکښ«قیصر» سره یې لیده کاته وشي اوله دې دواړوسره یې یوه، یوه داسي کيسه شته چه تل به یې دنیایادوي اودتاریخ ژبه به یې روایت کوي .

 

 

دفارس له واکمن سره د ده کیسه دهجرت په شپږم کال هغه مهال پيښه شوه چي نبي کريم ﷺ عزم وکړچي دخپلو ملګروله جملې څخه دځينوملګروپه لاس دعجمو واکمنانو ته لیکونه ولیږي چي په هغوکي یې اسلام ته راوبولي،نبي کریم ته د دې مهم عمل اهمیت څرګندؤ،دا استازي به ژرتر ژره داسي لیري ښارونوته ځي چي وړاندي یې تعلق او لیده کاته ورسره نه شته، ددوي دهغوښارونود استوګنو ژبې نه وې زده او د واکمنانو د مزاجونو په اړه هم معلومات ورسره نه ؤ، دوی به دا واکمنان ژر تر ژره دخپلو پلرونو د ادیانو عزت او واکمني پريښودلو ته رابولي اودهغه قوم د دين منلوبلنه به ورکوي چي نژدې نن اوپرون ددوي له اتباعوڅخه شميرل کیدل .

داډیرخطرناک سفرؤ،په دې سفر تلونکی مفقود،او ر استنیدونکی لکه نوی مولود داسي شمیرل کیدی، خورسو ل الله ﷺ خپل ملګري راغونډکړل او د دوي په وړاندي خطبې ویلوته جګ شو، دخدای ﷻ حمد او ثنا اوتشهدیې ووایه او ورپسې یې داسي وویل :

امابعد: زه غواړم له تاسوڅخه ځيني دعجموواکمنانوته واستوم؛ نوتاسوپرماداسي رد مه کوئ لکه بني اسرائيلوچي دعيسی بن مریم غوښتنه ردکړه!

درسول الله ﷺ ملګرو ورته وویل : ای رسول الله ! د کوم څه چي اراده لرې، موږ به د هغه امتثال وکړو چي چیرته دي زړه وي هلته مو ولیږه.
نبي کريم ﷺ له خپلوملګروڅخه شپږتنه ددې لپاره انتخاب کړل چي دعربواوعجمو واکمنانوته دنوموړي لیکونه بایدورسوي، له همدې شپږوتنوڅخه یوهم عبدالله بن حذافه سهيمي رضی الله عنه ؤ، دی ددې لپاره انتخاب کړل شوچي دنبي کريم ﷺ ليک به دفارس واکمن ته وړي .

عبدالله بن حذافه رضی الله عنه خپله سوارلۍ مجهزه کړه، له خپلي میرمني اوبچي څخه يي رخصت واخیست ،دخپل مقصدپه لور وخوځيد، په ډيرو لوړو (پورته) او پر ډيرو ژورو په داسي حال کي شوه سو،چي له خدای ﷻ څخه پرته بل هيڅوک ورسره مل نه ؤ، ترڅو چي دفارس سیموته ورسید، ده باچاته د تلو اجازه وغوښته او د واکمن د دربار کارکوونکي يې د هغي رسالې په راوړلوخبرکړل چي واکمن ته یې راوړې وه.

په دې وخت کي کسری امر وکړ چي شاهي دربار دي مزين کړل شي او د فارس مشران او مخورخلک یې دده مجلس ته راوبلل ،هغوی هم راحاضرشول ،وروسته یې عبدالله بن حذافه رضی الله عنه ته د داخلیدواجازه ورکړه.
عبدالله بن حذافه رضی الله عنه دفارس واکمن ته په داسي حال کي ور داخل شوچي خپله نرمه شړۍ یې پرځان راتاوکړې وه، خپله عباء یې پر اوږو اچولې او دعربو په ډول یې جامه کړې وه خوله دې سره نوموړی د دنګي غاړي، هسکي وني، پراخي سينې څښتن ؤ چي داسلام نور یې په تندي کي بريښيدی اوپه زړه کي یې دايمان نور بل ؤ.

نوموړي چي کله کسری ولید،سمدستي یې خپل یو نوکر ته اشاره وکړه چي ليک د ده له لاس څخه واخلي؛ خوده وویل : زه رسول الله ﷺ په دې امرکړی یم چي تاته به یې لاس په لاس درکوم ،زه د رسول الله د امرمخالفت نه شم کولای.

کسری خپلونوکرانوته وویل : پرې يې ږدئ چي ماته رانژدې شي، دی هم کسری ته ورنژدې شو،لیک یې په خپل لاس ورکړ ،وروسته کسری یوعرب ليکوال چي دحيري ؤ راوغوښت اوامریې ورته وکړ چي لیک دده په وړاندي پرانیزي اوده ته یې ووايي، په هغه لیک کي داسي مضمون ؤ:

بسم الله الرحمن الرحيم

دمحمدرسول الله ﷺ له لوري دفارس واکمن کسری ته، سلام علی من اتبع الهدی …..

کسری چي په ليکنه کي دا اندازه واوريده سمدستي یې په سینه کي دغضب اور لمبې وکړې، مخ یې سور واوښت دغاړي ښارګونه یې وپړسیدل، ځکه نبي کريم ﷺ لومړي په خپل نامه پیل کړی ؤ، ليک یې دخپل کاتب له لاسه واخيست له دې پرته چي په نورمضمون یې ځان خبرکړي په داسي وخت کي يې ټوټه، ټوټه کړ چي نارې یې وهلې : آیادی ماته داسي ليکي،سره له دې چې زماغلام دی؟!! وروسته یې امر وکړچي عبدالله بن حذافه دده له مجلسه وشړي هغه هم وايستل شو.

عبدالله رضی الله عنه په داسي حال کي دکسری له مجلسه راووت چي په دې نه پوهيدی چي لوی خدای ﷻ به څه پيښوي، آیاوژني به یې اوکه به یې آزادخوشي کوي؛خو سمدستي یې له ځان سره داسي وويل : والله که مي له هغه وروسته چي درسول الله ليک مي ورساوه هيڅ غم وي، هرڅه چي راپيښيږي منظورمي دي، پرخپله سوارلۍ سپور اوروان شو؛خوله کسری څخه چي قهر ليري شوبیرته یې امروکړچي عبدالله ورته راولي خوهغه موجودنه ؤ، خلګو ولټاوه هيڅ نښه نښاني يې ونه موندله.

پر لاره ترجزيرة العرب ورپسي ولاړل؛خو دی وړاندي لاخپل هدف ته رسیدلی ؤ، عبدالله چي کله نبي کریم ﷺ ته راغلی، دکسری کړه وړه او د ليک څیرل یې ورته بیان کړل، حضرت محمد ﷺ هم تردې نور زیات څه ونه ویل : «لوی خدای ﷻ دي د ده باچاهي ټوټه، ټوټه کړي»

کسری د یمن والي ته وليکل چي هغه کس چي په حجازکي راڅرګندشوی هغه ته دوه تکړه خلګ ولیږه او امر ورته وکړه چي ماته یې راولي…

باذان «دیمن والي » خپل دوه تکړه ملګري رسول الله ﷺ ته وليږل اودوی له ځان سره د والي رساله رسول الله ﷺ ته وروړه په هغې کي امرشوی ؤ چي له همدې دواړوکسانوسره بې له ځنډه دکسری په دربار کي حاضرشه… اوله هغوخلګوڅخه یې غوښتنه وکړه چي دنبي کریم ﷺ احوال واخلي، دده په اړه پوره څيړنه وکړي اوله ځان سره هغه معلومات دده حضورته وړاندي کړي چي دوی ترلاسه کړي وي .
خلګ په بیړني سفر ووتل آن چي طائف ته ورسیدل هلته یې دقریشو تجاران وموندل دوی دحضرت محمد ﷺ په اړه پوښتني ورڅخه وکړې هغوی ورته وویل : هغه په يثرب کي دی، وروسته تجاران مکې ته په داسي حال کي راستانه شول چي ډيرخوښ او زیري وړونکي وو، دوی قریشو ته مبارکۍ ورکولې او ویل یې: سترګي مو يخي شه! کسری پرحضرت محمد ﷺ تعرض کړی تاسوبه یې له شره خلاص شئ.

دباذان دوه استازي دمدینې لورته ولاړل کله چي ور ورسیدل هلته یې له رسول الله سره لیده کاته وشول، دباذان لیک یې ورکړ او ورته ویی ویل : دباچاهانو باچا کسری زموږ واکمن ته لیکلي ؤچي تاته داسي څوک راولیږي چي تا راولي! موږ تاته راغلي یوچي ته له موږسره ولاړشي که دي زموږ بلنه ومنله موږ به ستاپه اړه کسری ته داسي څه ووایو چي ستاپه کي ګټه وي اوته یې له شره محفوظ شې اوکه دي له منلو ډډه وکړه نو بیا خو تاته هم دده زور اوځواک ستا اوستادقوم دهلاکولو وس ښه درمعلوم دی، رسول الله ﷺ وخندل او ورته ويې ویل :«تاسونن ورځ خپلوځايوته ولاړشئ اوسبابیادواړه راشئ».

سباچي کله دوی رسول الله ﷺ ته راغلل او ورته ویې ویل : آیا تاځان د دې لپاره مهيا کړی،چي له موږسره کسری ته ولاړشې؟ نبي کريم ﷺ ورته وویل : نور به د تل لپاره له کسری سره مخامخ نه شئ! هغه لوی خدای ﷻ وواژه، د ده زوی«شیرویه» یې په فلانۍ ورځ …په فلانۍ میاشت ورباندي مسلط کړ، دوی په ځير،ځير رسول الله ﷺ ته وکتل او په مخونوکي یې ویره معلومه شوه،ویې ویل : ته پوهيږې ته څه وايې؟ آیاموږ داخبره باذان ته وليکو؟! رسول الله ﷺ ورته وویل : هو! او داهم ورته وليکئ چي زمادين به ترهغه ځايه ورسیږي ترکومه ځایه چي دکسری واکمني رسیدلې وه،که ته چیري اسلام ومنې ستاترلاس چي څومره مځکه لاندي ده هغه به ټوله درکړم اوتابه دخپل قوم واکمن وټاکم .

هغه دوه کسان د رسول الله ﷺ له حضورڅخه رخصت شول باذان ته راغلل اوخبریې ورته راووړ، ده وویل : که چیري خبره داسي وي لکه محمد ﷺ چي ويلي دي؛نو بیا خو رښتنی نبي دی اوکه همداسي نه وي؛نوبیابه زه فکر پکښي وکړم.

ډیروخت لانه ؤتیرشوی چي باذان ته دشیرویه لیک راغی اوپه هغه کي وو:

امابعد: ماکسرای وواژه اوصرف مي دخپل قوم دغچ اخیستلوپه نیت وواژه،ځکه ده دقوم د اشرافو وژل ،د دوی دمیرمنو بيول او دمالونو لوټل رواګڼلي وو،که چيري زما دا ليک درشي؛نوستاپه وړاندي چي هرڅوک دي له هغوي څخه زمالپاره بیعت واخله، باذان چي کله دشیرویه لیک ولوست سمدستي یې یولور ته وغورځاوه اوپه اسلام کي دداخليدو اعلان یې وکړ،اوپه یمن کي چي له ده سره څومره فارسیان موجود وو،هغوی هم اسلام ومانه .

دا دعبدالله هغه کیسه وه چي دفارس له واکمن سره یې لیده کاته شوي ؤ.

د ده هغه کیسه بيا چي د روم له واکمن (قیصر)سره یې لیده کاته شوي ؤ؟ د حضرت عمر رضی الله عنه دخلافت په موده کي ؤ، او دده دا کیسه له ډیروجالبوکیسوڅخه ده.

د هجرت په نولسم کال حضرت عمر رضی الله عنه یولښکر د رومیانوسره دجګړې په منظور ولیږي، په هغه کي عبدالله بن حذافه هم ګډون درلود، د رومیانو ستر واکمن ته داسلامي جنګیاليوهغه خبرونه رسیدلي وو چی د دوی عقیده څومره محکمه او ایمان څومره راسخ دی اوځان دخدای ﷻ اورسول دلاري په مخکي څومره وړیا بولي، نوله دې کبله ده خپلو جنګیالانو ته امر وکړچي که مودمسلمانانوله اسیرانوڅخه یو تن ونیو ګورئ! چي ویې نه وژنئ اوماته یې ژوندی راولئ! د خدای ﷻ همدارضاوه چي عبدالله بن حذافه رضی الله عنه د رومیانو په لاس کي اسیرشو،دوی هم خپل واکمن ته ور وړاندي کړ او ورته ویې ویل : دا دمحمد ﷺ له هغوملګرودی چي د ده دین ته ډیر ورنژدې دی،موږ اسیر او تاته مو راوستی .

د روم باچاعبدالله ته ډیر په اوږد نظر اوځیرتیاسره وکتل، وروسته یې ورته وویل : زه تاته یو وړاندیزکوم، عبدالله رضی الله عنه وویل : هغه څنګه؟

واکمن : زه تاته دا وړاندیزکوم چي ته نصراني شه! که دي داکار وکړ ستا لاره به خوشي، قدر به دي وکړم .

عبدالله رضی الله عنه «په ډير بدبینی اوبدنیتی ورته وویل»: افسوس،ماته زرځله مرګ تر هغه څه غوره دی،کوم ته چي مي ته بولې .

واکمن : ته راته يوځيرک اوپوه شخص معلومیږې، که دي زماغوښتنه ومنله په خپل واک کي به دي شریک کړم او خپله واکمني به درسره وویشم .

عبدالله په ولچکوکي بند،اسیر وخندل او ویې ویل : والله چي ستاهرڅه اوهغه څه چي عرب یې څښتنان دي ټول راکوې، د دې په بدل کي چي دمحمد ﷺ دين د يوګړي لپاره پريږدم که هم ورته تیارشم.

واکمن : نوبیاخودي وژنم!

عبدالله رضی الله عنه : ته اوستازړه، وروسته واکمن امر وکړ، دار ودرول شو،ده خپلو دارچیانو ته په رومي ژبه وویل :د دار ول یې لاسوته ورواچوئ ! دلته يوځل بیاواکمن د نصرانیت وړانديز ورته وکړخوده انکاروکړ.

واکمن : پښوته یې ددار ول ور واچوئ! ده بیادنصرانیت غوښتنه ورڅخه وکړه خوده ونه منله، په دې وخت کي یې نوکرانوته امر وکړچي لاس ورڅخه واخلئ او امریې ورته وکړ چي ددارله لرګي څخه یې راکوزکړئ! ورپسې یې یوه لویه کټو راوغوښته، غوړي یې پکښي واچول پر اوریې باندي کړه چي جوش شوه ورپسې یې دمسلمانانوله ډلي دوه بندیان راوبلل او امریې وکړچي یو تن یې ور واچوئ! هغه یې ور وغورځاوه، دستي یې غوښي سره خوړیني اوهډونه یې لوڅ اوخالي شول، ورپسې یې بیاعبدالله بن حذافه رضی الله عنه ته وکتل اونصرانیت ته یې را وبلی؛خو نوموړي تر تیرو وارو داځل ډير په کلکه انکار وکړ.

واکمن چي کله ورڅخه ناامیده شو؛نوامر یې وکړ چي دی هم دخپل ملګري په ډول په کټوکي واچوئ! دوی چي کله نوموړي روان کړ دده ترسترګو اښکي راغلې،دقیصر نوکرانو خپل واکمن ته وویل : دی خو ژاړي،د واکمن ګمان شوچی کیدای شي دی ویریدلی وي؛نو یې ورته وویل : بیرته یې راولئ، کله چه یې دده په وړاندي ودراوه نویې بیاهم دتیرپه څيرخپله غوښتنه ورڅخه وکړه خو د ده ځواب منفي ؤ، واکمن وویل : هلاک شې نو بیاولي ژاړې؟! عبدالله ویل : داخبره مي ژړوي چي په زړه کي راوګرځیدل : زه به اوس په همدې کټوکي لويږم زمانفس به پرواز کوي له ماسره باور وکړه داشوق دی چي زما د تن د ویښتانو په څير روحونه مي وای او هریو په همدې کټوکي دخدایﷻ په لاره کي لويدلی واي.

سرکښ واکمن وویل : آيادادي نه ده خوښه چي ته مي سرښکل کړې اوزه دي لاره خوشي کړم؟ عبدالله رضی الله عنه ورته وویل : د مسلمانانو دنورو اسیرانو لاره هم راسره خوشي کوې؟ واکمن وویل : هو! دټولومسلمانانو اسیرانولاره خوشي کوم .

عبدالله رضی الله عنه وايي : ماله ځان سره وویل : دخدای ﷻ د یودښمن سر به ښکل کړم، زما او د ټولواسیرانولاره به ایله کړم ،په دې کي ماته هيڅ مسؤليت نه راجع کیږي، وروسته ورنژدې اوسر مي ورښکل کړ، د روم واکمن امر وکړچي دمسلمانانو ټول اسیران ورته راغونډ او ده ته یې په لاس ورکړئ هغوی همداسي وکړل .

عبدالله بن حذافه رضی الله عنه حضرت عمر رضی الله عنه ته راغی،له تیرجریان څخه يی خبر کړ،عمر فاروق رضی الله عنه ډير پرې خوشحاله شو،کله چی یې اسیران ولیدل ویې ویل : پر هرمسلمان دا لازمه ده چي دعبدالله بن حذافه رضی الله عنه سر ښکل کړي، دا دی زه اول پیل پرې کوم،ور ولاړ شودعبدالله رضی الله عنه سر یې ښکل کړ.

را أخيستنه: مولوي ميرزامحمد شکيب



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.