fbpx

خوست، پکتیا او پکتیکا کې د کمپاین د عسکرو جنګي جنایتونه / انځورونه او تفصیل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷کب، ۱۳۹۶ل): د کمپاین ځواکونه هغه ځانګړي عسکر دي چې د خوست، پکتیا او پکتیکا په ولایتونو کې مېشت دي. د نورو افغان امنیتي ځواکونو په پرتله افغان دولت په دوی هېڅ کنټرول او واک نلري، د دوی قومانده، معاش، وسله، کومک، دریشي او ټول اکمالات مستقیماً د ناټو (ایساف) له طرفه ورکول کیږي.

له دغو دولتي ځواکونو نه د یادو سیمو خلک ډېر شکایت لري چې دوی د ولسي خلکو په وژلو کې ښکېل دې، پرته له عدالت او محکمې خلک وژني او شخصي زندانونه لري او همدا راز ډېر ځله داسې لیدل شوي چې دوی د خپلو شخصي اهدافو لپاره خلک وژني.

لاندي د یو څو ملکي خلکو دقیق معلومات را ټول شوي چې وخت په وخت د کمپاین د ځواکونو له لوري په بې رحمانه توګه وژل شوي دي.


اسد الله سپین غر ولد مولوي محمد انور

۱۹ کلن اسدالله سپین غر د مولوی محمد انور زوی د پکتیا ولایت وازې ځدراڼ ولسوالۍ اوسیدونکی و.

په خوست کې یي زده کړې کولې او شاعر هم و. د کمپاین د ځواکونو په لاس په ۲۰۱۸ کال د فبروري په اوله نېټه هغه مهال په (لکه تیږه) سیمه کې ووژل شو چې په موټرسایکل خوست ته روان و.

—–

عبدالروف د حاجي روزي خان

عبدالروف د حاجي روزي خان زوی د خوست ولایت مرکز خاني خوړ سیمې اوسیدونکی وو. د “کوکارک” بابا په غره کې یي تیږي ایستلې او همدا یي کاروبار وو.

د ۲۰۱۸ کال د جنوري د میاشتې په ۱۸ نیټه د شپې پر مهال د خپل ورور عبدالوکیل سره یو ځای د کمپاین عسکرو په چاپه کې و وژلو.

عبدالرازق ولد حاجي زیړي ګل

عبدالررازق ولد حاجی زیړي ګل د پکتیا ولایت ګردې څیړۍ ولسوالۍ اوسیدونکی و او په خپل کلي تیره مرغۍ کې یي دوکانداري کوله. د ۲۰۱۶ کال د ۸ میاشتې په ۱۰مه نیټه د کمپاین عسکرو د خپل واده په دویمه ورځ د خپل دوکان سره لومړی په ونه پورې وتړه بیا یي په ډزو وویشت او مړ یي کړ.

شاهدالله ولد محمد ګل

شاهد الله ولد محمد ګل په قوم ځدراڼ د پکتیا ولایت ګردې څیړۍ ولسوالۍ (کوارۍ کڅه) کلی اوسیدونکی و پخپله سیمه (سوریخېل) کې د مدرسې استاذ و. د ۲۰۱۵ کال د ډیسمبر میاشتې په ۲ نیټه د کمپاین عسکرو د خپل کور په حجره کې پدې تور وواژه چې د کمپاین د عسکرو جنازه یی نه وه کړې.

—-

حاکم خان ولد محمد خان

حاکم خان ولد محمد خان په قوم ځدراڼ د پکتیا ولایت ګردې څیړۍ ولسوالۍ اوسیدونکی و، پخپل کلي سوریخیلو کې د کمپاین عسکرو هغه وخت وواژه چې د جمعې لمانځه ته راوتلی و.

محمد اصغر ولد غلام حسن

محمد اصغر د غلام حسن زوی د پکتیا ولایت ګردې څیړۍ ولسوالۍ اوسیدونکی په قوم خاخیل ځدراڼ وو. د ۲۰۰۸ کال په نهمه میاشت کې د نیمې شپې په خپل کلي “اودام” کې د خپل ورور نور حسن سره یو ځای د کمپاین عسکرو په خپل کور کې و وژلو.

—-

نور حسن ولد غلام حسن

نور حسن د غلام حسن زوی د پکتیا ولایت ګردې څیړۍ ولسوالۍ اوسیدونکی په قوم خاخیل وو.

د ۲۰۰۸ کال په نهمه میاشت کې د نیمې شپې په خپل کلي “اودام” کې د خپل ورور “اصغر” سره په خپل کور کې د کمپاین عسکرو و وژلو.
—–

نظر محمد ولد زرمت خان

نظر خان ولد زرمت خان د خوست ولایت تڼیو ولسوالۍ د نریزو د کلي اوسیدونکی وو. د ۲۰۰۸ کال د جنوري د میاشتې په ۱۴مه نیټه په خپل کور کې د کمپاین د عسکرو په لاس و وژل شو

—–

نور محمد ولد میر جان

نور محمد ولد میر جان د خوست ولایت تڼیو ولسوالۍ د نریزیو د کلي اوسیدونکی وو. د مدرسې زده کونکی وو. د ۲۰۰۸ کال د جنوري د میاشتې په ۱۴ نیټه د شپې لومړی د کمپاین د عسکرو په لاس ټپي شو. وروسته چې کله د درمنلې لپاره ډاکټر ورته راتلو د کمپاین عسکر بیرته ورسره راغلل او په خپل کور کې یي په ډزو و ویشت او مړ یی کړ.

——-

ظهور ولد میرخندان

ظهور د میر خندان زوی د خوست ولایت نادر شاه کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی وو. د ۲۰۱۸ کال د مارچ د میاشتې په ۴ نیټه د خپل ورور او مور او کوچنۍ وریرې سره یو ځای د شپې په خپل کور کې د کمپاین د عسکرو په چاپه کې و وژل شو.

——

داوت ولد میرخندان

داوت د میر خندان زوی د خوست ولایت نادر شاه کوټ ولسوالۍ زیړي کلي اوسیدونکی وو.

د ۲۰۱۸ کال د مارچ په ۴ نیټه د شپې د کمپاین عسکرو په خپل کور کې د خپلې مور او کوچنۍ لُور سره یو ځای و وژلو.

—–

محمد هاشم ولد محمد علي شاه

پینځه کلن محمد هاشم د محمد علي شاه زوی د صبریو ولسوالۍ نوري کلي اوسیدونکي وو.

د ۲۰۱۶ کال د ستمبر په میاشت کې هغه وخت د خپل مور او پلار سره و وژل شو کله چې د شپي د کمپاین عسکرو د دوی په کور چاپه وهلې وه.

——

میرزا علي خان ولد عبدالوکیل

میرزا علي خان ولد حاجي عبدالوکیل د خوست ولایت صبریو ولسوالۍ د ابو خيلو کلي اوسیدونکي وو. د خپلې سیمې لوی تجار وو. د کمپاین عسکرو د ۲۰۱۸ کال د جنوري د میاشتې په ۶ نیټه هغه وخت و وژلو کله چې دی د جمعې لمانځه ته راوتلی وو.

——

سعید الرحمن ولد باتور

سعید الرحمن ولد باتور د صبریو مکتب بازار کې د خپل پلار سره د پنچرۍ دوکان کې کله نه کله کومک کاوو. د ۲۰۱۷ کال د فروري په ۱ نیټه د کمپاین عسکرو په لاس د یو بل کس سره هغه وخت و وژل شو کله یي چې د جنګ له ویرې خپل دوکان بند کړی وو. د کمپاین د عسکرو د موټرو ټیر خراب وو او دوی فکر کړی وو چې زموږ سره همکاري نه کوي ځکه یی دوکان بند کړی دی.

——-

سید قادر ولد شربت خان

سید قادر ولد شربت خان د خوست ولایت صبریو ولسوالۍ د زامبر کلي اوسیدونکی وو. په ۲۰۱۴ کې د کمپاین عسکرو د زمبر په کلي کې د سید قادر په کور کلي کې په چاپه کې و وژلو.

——-

حافظ جنت الله ولد قاضي ګل

حافظ جنت الله ولد قاضي ګل د خوست ولایت صبریو ولسوالۍ نوري کلي اوسیدونکی وو.

د ۲۰۱۶ م کال د روژې په میاشت کې په خپل کلي د کمپاین د عسکرو په لاس و وژل شو.

——

حکمان الدین ولد راشد الدین

حکمان الدین ولد راشد الدین د خوست ولایت صبریو ولسوالۍ د زامبر خونۍ کلي اوسیدونکی وو.

په ۲۰۱۵ کال کې د شپې وخت د کمپاین عسکرو یي په کور برید وکړو او حکمان الدین یي په خپل کور کې و وژلو.

—–

سیف الله ولد لوله

15کلن سیف الله ولد لوله د خوست ولایت صبریو ولسوالۍ ابو خیلو کلي اوسیدونکی وو.

په ۲۰۱۳ کال کې هغه وخت د کمپاین عسکرو په ډزو و ویشت کله چې سیف الله مکتب ته روان وو.

—–

بیت الله ولد شاه ولي

بیت الله ولد شاه ولي د خوست ولایت صبریو کلي لیوانخیلو کلي اوسیدونکی وو.

په ۲۰۱۵ کال کې د خپل کلي نه خوست بازار ته روان وو.په لار کې د کمپاین عسکرو کمین ورته نیولی وو. د یوه بل ملګری عابدالله سره یي د نیولو نه ورسته په خپل موټر کینول او د بم په ذریعه یی موټر ته انفجار ورکړو. درې ورځې وروسته یی کورنۍ ټوټې ټوټې جسد وموند.

—–

عابد الله ولد کمال الدین

عابد الله ولد کمال الدین خوست ولایت صبریو ولسوالۍ د لیوانخیلو کلي اوسیدونکی وو. په دوبۍ کې یي مزدورې کوله.

په ۲۰۱۵ کال کې د دوبۍ نه د راستنیدو یي یوه میاشت شوې وه. د خپل ملګري بیت الله سره خوست ته روان وو. د “فقیر دانګو” سیمه کې د کمپاین عسکرو کمین ورته نیولی وو. دواړه یي د ژوندي نیولي نه ورسته په موټر کینول او موټر ته یي د بم په ذریعه انفجار ورکړو او دواړه ملګري یي ټوټې ټوتې کړل..

——

محمد علی شاه ولد میرزت ګل

محمد علي شاه ولد میرزت ګل د خوست ولایت صبرۍ ولسوالۍ نورۍ کلي اوسیدونکی وو.

د ۲۰۱۶ کال په د ستمبر په میاشت کې د شپې په وخت کې د کمپاین عسکر کور ته ور ننوتل محمد علي شاه یي د خپلې میرمنې او کوچني زوي سره یو ځای و وژلو او وړه لُور یي ټپي کړله.

——

پیر رحمت ولي ولد پیر شریف

پیر رحمت ولي مسرور د پیر سید شریف زوی وو د خوست مرکز اړوند د خدر پیرانو کلي اوسیدونکی وو.

رحمت ولي د کرکټ انټرنیشنل یا نړیوال لوبغاړی وو چې کویت،بحرین او پاکستان ته د افغانستان په نمایندګۍ هم تللی وو.

په ۲۰۰۸ کال کې نیمایي شپه د خدر په کلي کې د کمپاین عسکرو د رحمت ولي په کور چاپه و وهله، لاسونه یي ورته وتړل او په ډزو یی و ویشت او ورسته یی کوټې ته اور ورته کړ. سهار د کلي خلکو د حضرت ولي جسد سوځیدلی وموند..

——-

کپتان ولد میاور ګل

کپتان ولد میاور ګل په قوم ځدراڼ د پکتیا ولایت ګردې څیړۍ ولسوالۍ د خاخیلو کلي اوسیدونکی وو. د ۲۰۱۴ کال د جون په میاشت کې د شپې ۱۲ بجې د کمپاین عسکرو په خپل کور کې د خپلې میرمن سره یو ځای و وژلو.

——-

رفیع الله ولد محمد نور

څوارلس کلن رفیع الله ولد محمد نور د خوست ولایت صبری ولسوالۍ نوري کلي اوسیدونکی او د زم زم خصوصی لسیې زده کونکی وو. د ۲۰۱۸ کال د فروري میاشتې په ۱۶ تاریخ په نوري کلي کې د کمپاین عسکرو په خپل کور کې و وژلو.

——

شاهین ولد نواب ګل

شاهین ولد نواب ګل د ګردې څیړۍ ولسوالۍ د پخریو د کلي اوسیدونکی او د کرکټ لوبغاړی وو. د ۲۰۱۶ کال د جنوري په ۴نیټه په خوست کې د کرکټ د لوبغالې څخه ونیول شو او ورسته یي کورنۍ مړی وموند. د سیمې خلک وایي چې شاهین ۳۰۰ مرمۍ ویشتل شوی وو.

——

عباس خان ولد عبدالرحیم

عباس خان د عبدالرحیم خان زوی په قوم ځدراڼ د پکتیا ولایت ګردې څیړۍ ولسوالۍ د سوریخیلو کلي اوسیدونکی وو. د لرګیو کاروبار یي کولو. د ۲۰۱۷ کال د ۸ میاشتې په ۲۶ نیټه د خوست ګردیز په لویه لار “اسمانۍ خوله” سیمه کې د کمپاین عسکرو د موټر څخه راکوز کړ او بیا یي په ډزو و وژلو..

——

عبدالوکیل ولد روزي خان

عبدالوکیل د حاجي روزي خان زوی د خوست ولایت مرکز خاني خوړ سیمې اوسیدونکی وو. د “کوکارک” بابا په غره کې یي تیږو د ایستلو کاروبار کولو.

د ۲۰۱۸ کال د جنوري د میاشتې په ۱۸ نیټه د شپې پر مهال د خپل ورور عبدالروف سره یو ځای د کمپاین عسکرو په چاپه کې و وژلو.

——

د یوه کور پنځه وروڼه

د خوست ولایت علیشیرو ولسوالۍ اوسیدونکي په قوم کوچیان پینځه وروڼه محمد ولی، نور الدین، قدم، اختر ګل، محمد دین، د ماجسکي زامن وو، او ګل محمد د وژل شوي محمد دین ځوی او نجیب یي د تره زوی وو چې ټول په یو ځای د کمپاین په نوم دولتي عسکرو د د ۲۰۱۸ کال د فروري په ۱۶ نیټه د شپې وخت په خپل کور کې ووژل.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجيب الرحمان
میلمه
مجيب الرحمان

انالله وانا إله راجعون الله ج دې د دوى شهادتونه ورته مبارک او کورنيو ته يې د زړه صبر ورکړي. خداى دې ولس کې دومره اتفاق رامنځته کړي چې د يواوبل د پزې (پوزې) په ژوبلېدو هم پوښتنه وکړي او مقابل د هر لاسپوڅي ودرېږي. ډېر د خپګان ځاى دى او د ژړا مهال دى چې ډېرى يې ځوانان دي. پښتنو د ناټو او امريکايي ځواکونو پلان يو دى خواؤ عملأ ډګر کې او سياست کې اروپا سياسي ملاتړ او دوامداره پاليسي باندې ټينګار کوي او امريکا ورته وسلې پيسې منلي. د دې اشغالګرو وتل پدې کېږي چې ولس د… نور لوستل »