fbpx
afghan embassies

افغانستان، بې طرفه سياستونه او نړۍ وال اغېز

د افغانستان په تقريبا ټول معاصر سياسي تاریخ کې د دې هېواد مشرانو د تل له پاره په نړۍ والو مهمو پېښو کې د بې طرفۍ سياست غوره بللی او دا کيسه لا تر اوسه روانه ده. د لومړي نړۍ وال جنګ پر مهال ظاهر شاه همدې سياست ته پناه ور وړله، ګواکې غوښتل يې هېواد له وېروونکې تباهۍ وژغوري، خو د همدې بې طرفه سياست له امله يې هېواد تر اوسه د اور په بټۍ کې سوځي. که هغه مهال يې بې طرفي نه وای غوره کړې او د يوه معقول سياست له مخې يې د يوه برحقه طرف لوری نيولی وای، اوس به کېدای شوه هېواد مو د ډېرو نورو هېوادونو په څېر د پرمختګ او په نړۍ والو مسايلو کې د حتمي ارزښت درلودلو له نعمته برخمن وای.

په نننۍ نړۍ کې چې تقريبا د يوه کلي بڼه يې غوره کړې او نړۍ وال د هر ډول بېلابېلو دينونو، کلتورونو او ارزښتونو لرلو سره سره يو له بل سره ګډ ژوند کوي او په يوه هېواد کې را منځ ته کېدونکې هره پېښه په خپلو شاوخوا هېوادونو او آن نړۍ اغېز کولای شي؛ بې طرفانه سياست اصلا د توجيه وړ نه دی. موږ په خپل ټول تاريخ کې له بې طرفانه سياست نه هېڅکله هېڅ ګټه نه ده ليدلې.

ځينې شايد دا استدلال وکړي چې د افغانستان په څېر د درېيمې نړۍ يو هېواد نه شي کولای په نړۍ والو مسايلو کې د اورېدو وړ او ارزښتمن دريځ ولري، خو دا خلک له دې ناخبره دي چې زموږ ګاونډيان او د درېيمې نړۍ دوه هېوادونه پاکستان او هندوستان اوس تقريبا د نړۍ په هره پېښه کې ځان دخيل بولي او خپل دريځ يې په اړه څرګندوي. د دوی ورځ تر بلې زياتېدونکی نړۍ وال اغېز هم په همدې توګه در واخله. دوی اوس آن امريکايي کانګريس او اروپايي پارلمان ته په ولاړو نوماندانو سرمايه ګذاري کوي ترڅو په راتلونکې کې د همدوی په لاس په امريکايي کانګريس او اروپايي پارلمان کې خپلې نړۍ والې ګټې خوندي وساتي. دا اوس په يوه معتبر راپور کې ويل شوي وو چې پاکستان او هندوستان په امريکايي کانګريس کې د دې دوو هېوادونو له منافعو څخه د ملاتړ کوونکو سناتورانو خپله خپله لابي لري. د هر هېواد لابي په امريکايي کانګريس کې د خپل هېواد په ګټه تمامېدونکو قوانينو او يو د بل پر خلاف زيان رسوونکو قوانينو تصويب ته لاره هواروي.

افغان حکومت بايد تر دې وروسته له کلونه را روانه خپلې د بې طرفۍ ناکامې پاليسۍ ته د پای ټکی کېږدي، ښايي د نړۍ په ټولو لويو هېوادونو کې ځان ته وفاداره لابي ولري او د درېيمې نړۍ د دې دوو هېوادونو له دې تجربو څخه ګټه واخلي او تر دې وروسته په هېڅ نړۍ واله پېښه کې بې طرفه پاتې نه شي آن که زموږ په زيان هم وي، ځکه وايي: تجربه په هر حال بريالۍ ده، پايله چې يې هر څه وي!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د