نړیوال بانک: په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو په مړینه کې د پام‌وړ کموالی راغلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷کب، ۱۳۹۶ل): نړیوال بانک په تازه خپاره شوي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو په مړینه کې د پام وړ کموالی راغلی او له ۲۰۰۳ نه تر ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ ۶۴ سلنه د میندو او ماشومانو مړینه کمه شوې ده.

په راپور کې راغلي، اوس مهال د افغانستان په ناامنه سیمو کې هم خلک روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی لري؛ خو بیا هم ناامني د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې ستر خنډونه دي.

د نړیوال بانک د راپور له مخې، په افغانستان کې په پنځه کلنۍ کې د ماشومانو د مړینې کچه ۳۴ سلنه کمه شوې، خو په ۲۰۱۵ کال کې له هر زور زېږیدلو ماشومانو له ډلې ۹۱ مړه شوي، چې دغه شمېره په ۲۰۰۳ کې ۱۳۷ تنو ته رسېده.

نړیوال بانک اندېښنه ښودلې، چې لا هم په افغانستان کې روغتیايي خدمتونه معیاري نه دي او افغان حکومت ته یې سپارښتنه کړې، چې د روغتیايي خدمتونو په معیاري کولو کې هڅه وکړي.

د نړیوال بانک راپور لیکي، د ۲۰۱۰ کال راهیسې په افغانستان کې روغتیايي خدمتونه ټکني شوي، چې د نړیوالو د پراخه مرستو سربېره بیا هم کوم د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

نړیوال بانک داسې مهال په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو ستاینه کړې، چې لا هم ډېری افغانان د خپلې درملنې لپاره پاکستان، هندوستان، ایران، ترکیې او ځینې اروپايي هېوادونو ته ځي.

د نړیوالو شمېرنو له مخې، افغانان هر کال په خپله درملنه ۳۰۰ میلیونه ډالر په بهرنیو کې هېوادونو کې لګوي.

په تېرو ۱۷ کلونو کې له افغان حکومت سره د نړیوالو میلیاردو ډالرو مرستو سربېره بیا هم په افغانستان کې د سیمې په کچه روغتون نه شته، چې افغان ناروغان د کور دننه درملنه وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د