امریکا: د پاکستان ځينې ګيلې پر ځای دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷کب، ۱۳۹۶ل): د امریکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې ايلس جي ويلز ویلي، چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو شتون، سرحدي ستونزې، په پاکستان کې افغان کډوال او د ورته نورو ستونزو په اړه د پاکستان ګيلې پر ځای دي او ژمنه يې کړې، چې د پاکستان د دې اندېښنو د لرې کولو لپاره به هلې ځلې وکړي.

جنوبي اسيا لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې وړمه ورځ په سپينه ماڼۍ کې د افغانستان امنيت په اړه يوې ناستې ته ويلي، چې په افغانستان کې د بريا لپاره د پاکستان له اهميته سترګې نشي پټيېدای او ټينګار يې کړی، چې واشنګټن بايد له اسلام اباد سره اړيکې ښې کړي.

هغې ويلي، له تېرو درېيو مياشتو راهيسې، چې د دواړو هېوادونو اړيکې خړې پړې دي، بيا هم د دواړو هېوادونو دولتي چارواکي يو بل سره ناستې لري او هڅه کوي، چې بايد د بحران زياتولو پر ځای دا خبرې د مذاکراتو له لارې حل شي.

ايلز جي ويلس وايي، چې د ترهګرۍ ضد په نوم روانې جګړې کې د پاکستان له اهميته سترګې نشي پټولی او په دې اړه له پاکستاني چارواکو سره په اړيکه کې دي، تر څو موجوده بې باوري پای ته ورسيږي او په افغانستان کې د امنيت او ثبات لپاره په ګډه کار وکړي.

دغې امریکايي ډيپلوماټې ويلي، چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د موجوديت، د سرحدي ستونزو او افغان کډوالو په اړه د پاکستان اندېښنې پر ځای دي او په وينا يې د پاکستان د دې ګيلو د لرې کولو هڅه به وکړي.

ايلز جي ويلز ويلي، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستياله تهمينه جنجوعه د يوه پلاوي په مشرۍ واشنګټن ته رسېدلې او د دوه اړخيزو اړيکو په ښه کولو به  له امریکايي چارواکو سره ځانګړې ناسته ولري.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
روح الله روحمل
میلمه
روح الله روحمل

په نړی کی د امریکا ترټولو ښه دوست او ملګری هیواد یوازی او یوازی پاکستان دی او امریکا د پاکستان په ملګرتیا کولای شی چی اسلامی ضد پلانونه په ښه توګه تطبیق کړی نو امریکا هیڅکله دغه خپل یهودی دوست له لاسه نه ورکوی