fbpx
indian flag map

د هند د راتلونکي بهرني سیاست محور

کالم: زما هم واورئ! (لیکوال: احمد بلال): هند د آسیا د لویې وچې یو ډېر ارزښتناک هېواد دی، چې له چین سره اوږده پوله لري. دواړه چین و هند نه یوازې دا چې د نړیوال اقتصاد چاغ امپراتوران دي، بلکې د نړۍ د بشري پرګنو درېیمه برخه پنډ یې هم پر اوږو بار دی. هند د دې ترڅنګ له پاکستان سره هم پوله لري او د هند سمندر د مسابقاتي لوبغاړو څخه یو دی، چې نور لوبغاړي یې چین، امریکا، پاکستان او خلیجي هېوادونه دي. د دې مسابقې یوه لنډه بیلګه د ګوادر محور (بیجینګ-اسلام اباد) او د چابهار محور (کابل-ډهلي-تهران) ترمنځ روانه سیالۍ ده.

دغه هر څه د دې سیمې پر ارزښت په یوه داسې مهال کې ښه رڼا اچوي، چې د نړیوال سیاست د وتلې څېرې جوسیف نای په اند په نړۍ کې نه یوازې دا چې د ځواک په انډول، بلکې په خپله د ځواک په فلسفه کې هم بدلون او تغییر تر سترګو کېږي. د نړیوال سیاست د دې نومیالۍ څېرې په اند، ځواک له لویدیځ څخه د ختیځ، بلکې دقیقاً د آسیا په لور روان دی، او پخپله د ځواک (Power) فلسفه— په سیاست کې ځواک له هغه زوره مراد دی، چې له امله یې نور، د ځواکمن په زړه، خپل عادت بدلوي— اوس د کلک ځواک (Hard Power) نه په تللو د نرم ځواک (Soft Power) په لور ده.

د بهارتیه جنتا ګوند بهرنی سیاست په بنسټيزه توګه پر تعرضي هندي نشنلیزم او ترڅنګ یې پر اقتصادي ساتنه څرخېږي. د دغه ګوند په تېره (۱۹۹۸-۲۰۰۴) دوره کې «اټل بهاري واچپايي» د «بهارتیه جنتا» ګوند د اساسي فلسفې نه جلا دریځ ونیوه او لاهور ته یې خپل تاریخي سفر وکړ، چې پای یې دغه سفر د لاهور پر مشهورې اعلامیې پای وموند. خو د پاکستاني نظامیانو لخوا د کارګل د عملیاتو په برپا کېدلو پر دې تودو هڅو یخې اوبه توې شوې، او له امله یې د دواړو هیوادونو اړیکې تر ۲۰۰۴کال پورې کړکیچنې شوې، چې وروسته بیا د کرکټ ډيپلوماسۍ او د پسې-شا ډيپلوماسۍ (Back Channel Diplomacy) له امله تر ۲۰۰۸کال د بمبی عملیاتو پورې تودې روانې وې.

بهارتیه جنتا ګوند چې دغه مهال په اپوزیسیون کې و، له دې عملیاتو څخه ښه ګټه پورته کړه او اوس مهال هم، د روانو انتخاباتو (۲۰۱۴کال) په بهیر کې یې مودي هم د خپلو انتخاباتي کمپاینونو په لړ کې داسې نغوتو ته ګوته ونیوله، چې له پاکستان سره به اړیکې د پاکستان پر هڅو او د تروریزم پرخلاف د دوی پر ریښتینوالې دریځ سره تړلې وي.

نارېندرا مودي د هند په ملي سیاست کې یوه نوې څېره ده، له دې څخه وړاندې دی د ګجرات په محلي سیاست کې بوخت و او د ګجرات د تاریخ تر ټولو اوږدمهاله وزیر اعلی پاتې دی. د مخالفینو د نیوکې ترڅنګ، چې دی د هند په ملي سیاست کې تجربه نلري او نه یې هم کله د هند په ولسي جرګه (لوک سبها) کې غړیتوب ترلاسه کړی دی. ده پکې ایله اوس د هند د ولسي جرګې څوکۍ د «عام آدمي» ګوند مشر ته په ماتې ورکولو سره ترلاسه کړه. ځکه نو، د ناریندرا مودي پر راتلونکي بهرني سیاست رڼا اچول خورا ستونزمن دي؛ ځکه دی پکې پخوانۍ سابقه نلري، او ترڅنګ یې ګوند هم، بهارتیه جنتا، اوس د ده ډول ته اتڼ کوي.

او په بل اړخ کې د هند د روانو ټاکنو په بهیر کې او د ګوندونو لخوا باندنۍ چارې ډېرې لږې مطرح شوې، چې نارېندرا مودي هم له دې جملې څخه مستثنی نه و؛ خو ده د خپلو روانو انتخاباتي کمپاینونو په لړ کې د چین، پاکستان او بنګله دیش په اړه یو څه توضیحات ورکړل، چې له مخې یې د بهرني سیاست چارپوهان د مودي اټکلي بهرنی سیاست شني.

یوه خبره چې د مودي په بهرني سیاست کې به یقیني وي، هغه به په اقتصادي ډيپلوماسۍ متکي وي. لکه ده چې د ټاکنو په بهیر کې وویل: خلک وايي، زه هندو نشنلېست یم، خو زما ریښتینې موخه Toilets دي(لفظي مانا یې تشنابونه دي؛ خو د ده موخه ترې اقتصاد او صنعتیتوب دی)، نه Temples!! (درمسال).

دی چې کله د ګجرات وزیر اعلی هم و، نو چین، او جاپان ته یې خپل سفرونه کړي ول او د چین د Free economic Zones نه یې خپلې کتنې او ترڅنګ یې د جاپان د اقتصاد ستاینه کړې وه.

د چین په اړه د مودي دوه څېرې

یوه هغه چې اقتصادي اړخ به ولري او بله هغه چې امنیتي اړخ به وي.

په اقتصادي اړخ کې به دی هڅې وکړي، چې له چین سره تجارت زیات کړي او په تجارتي او اقتصادي اړخونو کې له یو بل سره ملګرتیا لا زیاته کړي. خو په امنیتي اړخ کې یې د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال له مخکې څخه چین ته اخطار ورکړی دی، چې هند به د چین لخوا د خپلو ځمکو نیول ونه زغمي!! هلته چې ده د «آروناچل پردېش» په هکله، چې چینایان یې خپل «سویله تبت» ګڼي، وویل:

دا د هند برخه ده او وي به. هېڅ ځواک یې له مونږ څخه نشي اخستلای. د آروناچل پردېش خلک د چین د ویرې او فشار لاندې نه دي راغلي… زه د دې خاورې پر نوم لوړه (قسم) کوم، چې زه به هېڅکله دا ایالت ورکېدلو، ویشلو او ټیټیدلو ته پرېنږدم.

د بنګله دیش نه د راتلونکو کډوالو (مایګریشن) په تړاو مودي سخت دریځ نیولی او د هند پر تګلاره یې سختې نیوکې وکړې چې هند د دغو کډوالو (مایګریشن) مخه ولې نه نیسي؟ د راتلونکې وزیر اعظم په حیث به دی په دې تړاو خپلې تګلارې وضع کړي، چې څرنګه د دغو کډوالو مخه ونیسي؟
د پاکستان په اړه چې ده په خپلو انتخاباتي کمپاینونو کې څه وویل، هغه تر ډېره حده ترخه او تېره ژبه وه، خو په پاکستان کې موجودو سلاکارانو او باندنیو چارپوهانو دا د مودي د انتخاباتي کمپاین اړتیا وبلله او خپل حکومت ته یې سلا ورکړه، چې د مودي په راتللو سره ونه ویریږي او د دې ثمره بیا دا شوه چې نواز شریف نارېندرا مودي ته نه یوازې دا چې مبارکي وویله بلکې پاکستان ته یې د ورتللو هرکلی هم وکړ. او ترڅنګ یې (نوازشریف) هند ته د مودي په بلنه د ده د لوړې پورته کولو مراسمو ته هم ورغی.

د هند د ۲۰۱۴کال ټاکنو لپاره د بهارتیه جنتا ګوند مرامنامه د «دکتور پروفیسور مورلي مانوهار جوشي»، چې د مرامنامې د کمیټې رئیس و، لخوا ولیکل شوه. د مرامنامې په ۳۹ پاڼه کې د ګوند راتلونکې باندنۍ چارې په نښه شوې دي، چې د «لومړی هېواد، نړیواله ورورولي» تر سرلیک لاندې بیان شوې ده.

بهارتیه جنتا ګوند پخپله مرامنامه کې د سیمې او د سویلې آسیا د ودې او پرمختګ لپاره سیاسي ثبات او سوله اړینه ګڼي. ترڅنګ یې د کانګرس پر وروستۍ لس کلنې دورې داسې نیوکه کوي، چې دوی له ګاونډیانو سره په تلپاتو او د همکارۍ اړیکو په جوړولو کې پاتې راغلل. هند یې له خپلو دودیزو ملګرو څخه لرې کړ. د ګاونډیانو څخه لرې ولاړ. باید هند له نړۍ سره پر اعتماد خبره کړې وه خو د روڼتیا پر ځای یې مونږ د تذبذب ښکار کړو.

بهارتیه جنتا ګوند د هند د وروستیو کلونو مخ پر ځوړ اقتصادي ودې ته په نیوکې سره وايي، چې له امله یې هند په باندنۍ چارو کې خپل وزن بایلود.

د بهارتیه جنتا ګوند په دې مرامنامه کې چې څه (نرم ځواک) په نښه کوي، نن سبا یې په نړیوالو اړیکو کې ارزښت خورا ډېر دی. لکه څنګه چې وویل شول چې د بهارتیه جنتا ګوند یو هندي نشنلیسټ ګوند دی، او پر هندویزم ډېره تکیه کوي، نو له همدې امله دوی غواړي چې د نرم ځواک روحاني، کلچري، او فیلسوفانه اړخونو ته خپل پام وروګرځوي او په نړۍ کې د هند نرم ځواک پیاوړی کړي.

په مرامنامه کې پنځه Ts په نښه شوي دی، چې له رویه به یې دوی په نړۍ کې د هند نوم روښانه کړي، چې په لاندې توګه دي: tradition, talent, tourism, trade او technology.

دوی وړاندې پخپله مرامنامه کې د هند د بهرني سیاست اساسات داسې په نښه کوي:

1. اړیکې به د پراګماتیزم (هغه چې پر تجربو ولاړه او عملي بڼه ولري) او پر دوو-اړخیزو ګټو، چې به د ملي ګټو تر چتر لاندې وي، جوړیږي.

2. مونږ به د ترهګرۍ او د اقلیم تودوخې (Global Warming) په شان ستونزو ته یو ډوله نړیوال غږ ورکړو.

3. د دې پرځای چې د سترو ځواکونو ګټې مونږ وښوروي، مونږ به پخپله د ګاونډیانو او نورو سره عملي بوختیاوې پېل کړو.

4. مونږ به پخپل ګاونډ کې د ملګرۍ اړیکو پسې شو؛ خو که چېرې اړتیا پيښه شوه نو مونږ به د سختو دریځونو خپلولو څخه هم ډډه ونکړو.

5. مونږ به د سیمه ییزو فورمونو لکه سارک (SAARC) او آسیان (ASEAN) په پياوړي کولو کې رول ولوبوو.

6. مونږ به د BRICS، G20، IBSA، SCO، او ASEM سره پر خپلو خبرو اترو، مصروفیت، او مرستو ته دوام ورکړو . د هند ایالات به وهڅول شي چې په ډيپلوماسۍ کې ستر رول ولوبوي؛ د باندنیو هیوادونو سره دې اړیکې ونیسي ترڅو دوه-پلوییزه کلچر او اقتصاد ترې ګټه پورته کړي.

7. مونږ به خپل ډیپلوماتان زیات کړو، ترڅو زمونږ پيغام نړۍ ته ورسوي او په مجموع کې زمونږ د ستر ملت په ګټوره توګه استازیتوب وکړي.

8. هند باید د نړۍ نورو ځپل شویو هندوانو ته یو فطري کور شي او باید د دوی هرکلی وشي چې دلته پناه واخلي.

له پورته کالم څخه جوته شوه، چې که څه هم بهارتیه جنتا ګوند یو هندي نشنلیست ګوند دی، خو د دې ګوند په راتلونکي بهرني سیاست کې به اقتصاد او د هند ملي ګټې د سر ځای ولري. دوی به هڅه وکړي چې سیمه ییز اقتصادي بلاکونه د خپل اقتصاد په ګټه تمام کړي.

په سیمه کې به د دوی د ټکر باعث چین او پاکستان وي. په مجموع کې به دوی د خپلې مثبتې اقتصادي ودې لپاره له دواړو(چین او پاکستان) سره او په تېره بیا له چین سره تجارتي اړیکې ښې کړي. خو بیا به هم، دوی د چین پرخلاف د خپل ځواک د انډول د برابرولو په موخه خپل سیالي کوي.

کالم: زما هم واورئ! (لیکوال: احمد بلال) – نن ټکی آسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د