fbpx

فاریاب کې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷کب، ۱۳۹۶ل): د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، د ملي اردو د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله په پښتون کوټ ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ درې ښځې وژل شوي او یو نارینه یې ټپي شوی دی.

د دوی په خبره، تېره ورځ ناوخته د پښتون کوټ ولسوالۍ په یکه توت سیمه کې د طالبانو او ملي اردو ترمنځ جګړه پېښه شوې وه، چې د ملي اردو د هاوان مرمۍ د ملکیانو په کور کې ولګېده.

له بل لوري د فاریاب د ګرزیوان ولسوالۍ ولسوال وايي، د دې ولسوالۍ په پخلسوز سیمه کې د طالبانو په کمین کې دوه تنه وژل شوي او پنځه تنه ټپیان شوي دي.

د ګرزیوان ولسوال فیض الله نه دي ویلي، چې وژل شوي او ټپیان ملکي وګړي دي او که نظامیان دي.

روانه اوونۍ د فاریاب ولایتي شورا ویلي وو، چې د دغه ولایت ۹۰ سلنه خاوره د طالبانو په ولکه کې ده او ډېری ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د