نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷کب، ۱۳۹۶ل): د پکتیکا په نکه کې بهرنیانو او کورنیو عسکرو درې روغتيايي مرکزونه نړولي او د بازار دوکانونه يې لوټلي دي.
د نکې اوسېدونکي وايي، چې امریکایانو او افغان کمانډو عسکرو وړمه شپه د نکې پر بازار عملیات ترسره کړل، چې د یو دولتي کلینک په ګډون يې دوه شخصي کلینکونه او تر ۱۰۰ ډېر دوکانونه نړولي دي.
د سیمې قومي مخور ملک تور وايي چې ګډو ځواکونو د یو دولتي کلینک په ګډون د سپاهي او ډاکټر زکیم کلینکونه هم نړولي او درې کارکوونکي يې خوست ته ژوندي وړي دي.
د نکې د خلکو استازی حاجي خلیل ځدراڼ هم د پېښې پخلی کوي او وايي چې له دې روغتيايي مرکزونو نه د ډاکټر زکیم کلینک خلکو ته وړیا خدمات وړاندې کول.
د ملک تور په وینا دغسې وحشت روسانو هم نه دی کړی، د هغه په خبره دوی زموږ روغتيايي مرکزونه چې د نسايي ولادي برخه کې يې ګڼې ستونزې حلولې ړنګ کړي دي، دی پوښتي: «ایا د اولاد زېږول هم تروریزم دی؟»
د بازار دوکاندران وايي، چې د ۱۲۰ شاوخوا دوکانونه يې نړولي او نقدې پیسې ترې ټولې وړې دي.
د نکې واک له طالبانو سره دی او د حکومت له لوري معرفي شوی ولسوال په پلازمېنه کابل کې اوسي.
د پکتیکا ځايي ولایتي ادارې تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
تر دې وړاندې د میدان وردګو او هلمند ولایتونو هم په بېلابېلو ولسوالیو کې ورته پېښې شوې، چې حکومت يې په اړه خاموشي غوره بللې ده.
انځورونه له محصلین ویبپاڼې: